قاري سعید خوستی
پنځم حدیث
ابوداؤد، ابن ماجه، احمدبن حنبل پخپل خپل سند سره د ابو سعید خدريرض ،انس بن مالکرض، څخه نقل کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمایل:سَیکُون فِي أُمّتي إختلاف وفُرقةٌ’ قومٌ يُحسنونَ القِيل ويُسِيئُون الفِعلَ’ يَقرؤُون القُرآن لايُجاوز تراقيهم’ يَحقِر أحدكم صَلاتُه مع صلاتِهم وصيامُه مع صِيامهم’ يَمرُقون من الدين كما يمرُق السّهم من الَرميَّة ’ لايرجعون حتى يرتدُّ السهم على فُوقه هم شرُّالخلق والخليقةِ طُوبى لمن قتلهم وقتلوه يدعون إلى كتاب الله وليسوا منه في شئٍ’ من قاتلهم كان أولى بِالله منهم(مسندالإمام احمدج۳ص۲۲۴، سنن ابي داؤودج۲ص ۳۰۸ سنن ابن ماجه ص۱۷۵) وعن إبن عمر أن رسول الله صلی الله علیه وسلم قال:الفتنة ههنا من حيث يطلع قَرْن الشيطان وأشار بيده نحوَالعِراق(صحيح البخاري ج۲ص۶۲۳، صحیح مسلم ج۲ ابواب الفتن واشراط الساعه،مسند امام احمدج۲ص۱۲۱)
ژباړه:په نږدې وخت کې به زما په امت کې تفرقه او اختلاف پیدا شي، داسې یوه ډله(قوم) به رامینځ ته شي چې خبرې به یې ښائسته وي خو عمل به يي بدرنګ وي ، قرآن به لولي خو له مریو به یې لاندې نه ښکته کیږي، یو له تاسې به د دوی د لمانځه په وړاندې خپل لمونځ سپک ګڼي او خپله روژه به د دوی د روژې په وړاندې سپکه ګڼي، له دین څخه به داسې وځي لکه غشی چې له ښکاره وځي ،بیا به دین ته نه واپس کیږي تر څو چې غشی خپل فُوق (دوتلو ځای) ته واپس شوی نه وي(نو هغه خو ناممکن دي دا هم ناممکن دي) دوی بدترین مخلوق دی خوشالي ده هغه چا لره چې دوی قتل کړي او هغه چا لره چې د دوی له لاسه اوژل شي، چا چې له دوی سره جنګ وکړ هغه ډیر لایق دی په دې جنګ سره د دالله په نزد له دوی څخه (ځکه هغه په حقه دی). ابن عمر له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل کوي چې ویې فرمایل: فتنه به دلته وي له کومې خوا چې د شیطان ښکر راڅرګندیږي او په لاس سره یې د عراق خواته اشاره وکړه.
د حدیث فائدې
(۱)قومٌ يُحسنون القِيل ويُسيئون الفعل. د اوسنیو او پخوانیو خوارجو ګډ صفت چې صادق او مصدوق ص یې ۱۴ سوه کاله پخوا وړاندوینه کړي وه څومره رښتیا دی! خوارج تل په خوله هغه څه وایي چې له کردار او عمل سره يې آړخ نه لګوي، دوی تل دمسلمانانو د غولولو لپاره ځانونه داسې معرفي کړي چې همدا دوی د اسلامي امت د ډوبیدونکي کشتۍ ژغورونکي دي په داسې حال کې چې دوی د اسلامي امت په خاصره کې خنجر دی .
(۲) يقرؤون القرآن لايُجاوز تراقيهم : معنی دا چې دوی به د قرآن لوستونکي وي خو هغه به یې په عمل کې نه وي ځکه تر مری به یې لاندې نه وي کوز شوی .
(۳) يَحقِر أحدكم صلاته مع صلاتهم وصيامه مع صيامهم: په روایاتو کې دا کلمات په دوه ډوله نقل شوي لومړۍ داچې تاسې به خپل لمونځونه او روژې د دوی له لمونځونو او روژو سره سپک ګڼی ځکه دوی به ډیر عبادت ګذار وي او ټول عبادات به په کامله توګه اداء کوي نو تاسې ته به خپل لمونځونه ډیر ټیټ ښکاري. دویم دا چې: یحقرون صلاتکم مع صلاتهم وصیامکم مع صیامهم: دوی به ستاسې لمونځونه او روژې د خپلو لمونځونو او روژو سره سپک ګڼي ځکه دوی به تاسې ته د یو مسلمان عقیده نه لري، چې دا هر څه نن موږ مشاهده کولی شو.
(۴) یمرقون من الدین : یمرقون د نَصَرَ یَنصُر له باب څخه د مضارع (راتلونکي) فعل دی، دلته د ماضي (تیر) فعل (ورب) رانه وړل شو ځکه دوی له دین څخه وتلي نه دي خو د دوی اخیري مرجع به له دینه وتل وي ، ځکه دوی به د هغه چا مرګ مباح بولي چې شرعا قاطع حرام وي دوی به هغه مالونه او حتی هغه ناموسونه چې شرعا حرام دي حلال بولي چې د تحلیل د حرام او د تحریم د حلال اصل په مقتضی به دوی آخرالامر کافر ګرځي.
(۵) د ابن عمر په حدیث کې د الله رسول عراق طرف ته اشاره کړي ده چې د دې خوا څخه به فتنه څرګندیږي همدا عراق دی چې د تاریخ په اوږدو کې د فتنو د رهبرۍ مرکز پاتې شوی .
د خوارجو سره د علي کرم الله وجهه تعامل
عبدالله بن سبأ يهودي چې ظاهرا یې ځان مسلمان معرفي کاوه عراقي قبایل چې اکثر یې عراقي خوارج ؤ له ځان سره ملګري کړل او مدینې منورې ته په دې منظور راغی چې ګواکې امیرالمؤمنین عثمان رض باید معزول کړل شي ځکه هغه په ټولو لوړو منصبونو خپل رشته داران مقرر کړي دي . وقعة الدار د اسلام په تاریخ کې تر ټولو غمجنه ورځ ده په هغه ورځ چې امیرالمؤمنین په خپل کور کې له اوږدې ظالمانه محاصرې څخه وروسته د خوارجو له لاسه په داسې حال کې شهید کړل شو چې د قرآن کریم دا مبارک آیتونه یې زمزمه کول: طه ما انزلنا علیک القرآن لتشقی الخ اوپه وینو یې قرآن کریم لت پت شو، دا یهودي پروژه هم د یهودو لخوا طرحریزي او د خوارجو لخوا عملي جامه ورواغوستل شوه .
همدا خوارج چې په قراؤو(قاریانو) مشهور ؤ او تعداد یې هم ډیر ؤ له حضرت علي رض سره بیعت وکړ خو کله چې حضرت معاویه رض خبر شو نو د حضرت علي رض سره یې د بیعت لپاره شرط دا مقرر کړ چې لومړۍ باید د حضرت عثمان قاتلین قصاص کړل شي خو حضرت علي رض د خپل اجتهاد له مخې غوښتل چې د دوی څخه وروسته انتقام واخیستل شي ، چې همدا اجتهادي خلاف د دوی ترمینځ د جنګ تر پولې ورسیدو ، جنګ جمل رامینځ ته شو، جنګ صفین رامینځ ته شو چې په زرګونه صحابه کرام پکې شهیدان شول چې د دې جنګونو پړه هم د خوارجو په غاړه وه .
په جنګ صفین کې شامیانو د خپل شکست د مخنیوي لپاره قرآنِ کریمونه په نیزو کې پورته کړل او د جنګ د بندولو غوښتنه یې وکړه او ویې ویل چې راځئ چې په قرآن فیصله وکړو، حضرت علي رض چې پوهیده چې دا د شکست د مخنیوي یوه هڅه ده په لومړي سر کې یې د جنګ بندولو غوښتنه رد کړه خو قراء، خوارج چې سفهاء الاحلام ؤ حضرت علي رض ته اخطار ورکړ چې که دې جنګ بند نه کړ د عثمان په څیر به اوژل شي.
جنګ بند شو او د حکمینو په مقررولو موافقه وشوه، دحضرت معاویه له لورې حضرت عمروبن العاص او د حضرت علي له لورې حضرت ابو موسی الاشعري د مینځګړو په توګه وټاکل شول د دوی سره د صحابهءکرامو یوه ډله هم وه، په دومةالجندل مقام كې لومړۍ غونډه ترسره کړه او له دواړو خواؤ څخه یې کلکې ژمنې واخیستې چې د دوی فیصله به مني.
کله چې علي رض له صفین څخه واپس شو، دولس زره کسان چې په قراؤ مشهور ؤ له ده څخه جدا شول او علي رض یې په دې وجه کافر اوباله چې له الله تعالی څخه سوا یې نور حاکمان مقرر کړي دي او دا شعار یې له ځان سره لیږداوه: لاحکم الالله فیصله یوازې د الله تعالی معتبره ده .