اري سعید خوستی
دویم ډول مؤبده یا دایمي جنګ بندي ده.
له کافرانو سره دایمي جنګ بندي د امت د ډیری عالمانو په آند نارواء ده ځکه په دې سره فرض جهاد پاته کیږي. علامه دکتور وهبة الزحیلي په دې آړه د علماؤ اقوال نقل کړی دی(آثارالحرب صـ۶۷۵)
خو امام محمدرح په سیرکبیر کې یوه جزئیه راؤړې چې له هغې څخه د دایمې جنګ بندی رواء والی فهمولی شو: وکذالک إن كانت الموادعةُ مؤبَّدةً فليس يَنبغي لهم –للمسلمين- أن يُبطلوا الموادعةُ وإن قدروا على قتالهم حتى يَستَنقِذوا الرهن او يموت الرهن أجمعون او يرضوا بِذالك فحينئذٍ لا بأس بقتالهم لأنَّ المانعَ من النبذِ مراعاةُ حقِّ الرهن و لوجود إحدى هذه الخِصال يَزول المانع(السير الكبير ج۵صـ۱۷۵۹-۱۷۵۸)
له کافرانو سره داسې جنګ بندي چې اصلا نیټه پکې نه وي ټاکل شوي څه حکم لري؟
له کافرانو سره غیر محدوده جنګ بندي
هغه تړون چې نیټه یې نه وي معلومه بلکې تر یوې نامحدودې نیټې پورې پکې جنګ بند شوی وي؛ په آړه یې احناف علماء داسې وایي: لو أنَّ جُنداً من المشركين حاصروا مَدَائِنَ المسلمين فخافهم المسلمون على أَنفسهم و ذَرَارِيِّهم فقال لهم المُسلمون نُصالحكم على أَن نُعطِيكُم عَشرةَ آلافِ دِينارٍ على أن تَنصرِفوا عنَّا إلى بلادكم أو قال المشركون للمسلمين: صالِحونا على أن تُعطونا عشرةَ آلاف دينارٍ على أن ننصرف عنكم فرضُوْا وقبضُوْا ذالك الجُعلَ، ثُمَّ إن المسلمين رأوا منهم عورةً قبل أن يَنصَرِفوا عنهم وبعد ما انصَرفوا قبل أن ينتهوا إلى بلادهم فليس يَنْبغي لهم أن يُغيروا عليهم حتى يَنبُذوا إليهم أو يَرجع القوم إلى بلادهم للصلح والموادعة التي جرَتْ بين الفريقينِ.
ژباړه: په هغه صورت کې چې د مشرکانو یو لښکر د مسلمانانو یو ښار محاصره کړي او مسلمانان له دوی څخه په خپلو ځانونو او اولادونو اوریږي، مسلمانان دوی ته وړاندیز وکړي چې تاسې واپس شئ او له موږ سره جنګ مه کوئ موږ به تاسې ته لس زره دینار درکړو، یا مشرکانو مسلمانانو ته دا وړاندیز وکړ، دوی په دې رضا شول او هغه مال یې واخیست خو دوی لا واپس شوي نه ؤ او خپلې خاورې ته نه ؤ رسیدلي چې مسلمانانو له دوی څخه یو خلاف عمل ولید، دوی ته رواء نه دي چې په هغوی حمله وکړي تر څو چې یې په برابره توګه خپل عهد دوی ته ورغورځولی نه وي، ځکه د دوی تر مینځ سوله او موادعه موجوده ده. ( السیرالکبیر ج۵صـ۱۷۱۲-۱۷۱۱، شرح السیر الکبیر للسرخسي ج۵صـ۱۷۱۲)
پورتنی فقهي جزئیه که عراقي خوارج اویني شاید په امام محمد رح هم د کفر فتوی ورکړي العیاذ بالله. که مسلمانان د کافرانو له لورې محاصره شي او مسلمانان ورته د دوی د خوندیتوب په بدل کې د پیسو وړاندیز وکړي او کافران یې اومني، رواء ده خو هغوی چې په دین کې د افراط او غِلو مرتکب شوي، دا عمل به شاید د مسلمانانو له لورې کافرانو ته جزیه اوبولي او فتوی به ورکړي چې مسلمانان دې ټول ځانونه هلاک کړي خو له داسې یوه تړونه دې ډډه وکړي. خوغراء شریعت بیا د مسلمانانو حالت ته په کتو مسلمانانو ته احکام رالیږلي دي.
که له کافرانو یا مرتدینو سره تړون له نیټې تعین پرته ؤ؛ جواز ته یې احناف علماء تللي دي. د مالکیه یو روایت هم دا دی او د امام احمد بن حنبل څخه هم یو روایت د رواء والي دی. له امام شافعي څخه هم امام مزني د جواز روایت نقل کړی دی( بدائع الصنائع ج۹صـ۴۳۲۷، أحکام القرآن لإبن عربي ج۴صـ۱۷۸۹، الإفصاح لإبن هبيرة ج۲صـ۲۹۶، مختصرالمُزني بهامش الأم ج۳صـ۴۰۰-۳۹۹)
دشافعیانو او حنبلیانو او مالکیانو او زیدیانو څخه دویم روایت د عدم جواز دی( الأم ج۴صـ۱۱۱-۱۱۰،المهذب مع تکملة المجموع ج۱۸صـ۲۲۲، روضة الطالبین ج۱۰صـ۳۳۶-۳۳۵،الشرقاوي علی التحریر ج۳صـ۴۶۷، الوجیز ج۲صـ۲۰۴،المغني ج۱۰صـ۵۰۹، المبدع ج۳صـ۳۹۹، الانصاف ج۴صـ۲۱۳-۲۱۲،کشاف القناع ج۳صـ۱۰۴،مطالب اولي النهی ج۲صـ۵۸۷، الافصاح ج۲صـ۲۹۶، البحرالزخار ج۶صـ۴۴۹)
خو محققین علماء موادعه او مهادنه له توقیت مطلقه هم رواء بولي چې دا د شیخ الإسلام ابن تیمیة او د هغه محقق شاګرد علامه ابن قیم الجوزي نظر هم ده ( مجموع فتاوی ابن تیمیة ج۲۹صـ۱۴۰، أحکام أهل الذمة لإبن القيم ج ۲صــ۴۹۰-۴۷۶،زاد المعاد ج۳صـ۱۴۶)
که کافران له معاهدې ورورسته له مسلمانانو سره دوکه وکړي نو مسلمانانو ته رواء ده چې په دوی حمله وکړي، خو سوال دا دی چې آیا د کافرانو او مرتدینو له لورې د غدارۍ وروسته بیا هم مسلمانان کولی شي چې موادعه وغځوي او یا په دوی لازمه ده چې د غدارۍ په صورت مسلمانان باید وجوباً له دوی سره جنګ شروع کړي؟
د فقهاؤ په ټولو نصوصو کې هیڅ ځای هم د غدر په صورت په کافرانو د حملې لپاره د وجوب کلمه نه ده کارول شوي بلکې په ټولو مواردو کې د جواز کلمه کارول شوې چې مسلمانانو ته بیا هم د حملې د کولو او نه کولو واک ورکول شوی. لاندې موږ د فقهاؤ یو څو نصوص وړاندې کؤو.
إنَّ المُعاهىِينَ إذا نَقضُوا العهد يَجوز للمُسلِلمينَ أن يُقاتلوهم بدون نبذٍ او إعلام……….. الخ ( بدائع الصنائع ج۹صـ۴۳۲۷-۴۳۲۶، فتح القدیر ج۴صـ۲۹۴، تبیین الحقائق ج۳صـ۲۴۶، البحرالرائق ج۵صـ۸۶، حاشیه ابن عابدين ج۴صـ۱۳۴، الفتاوی الهندیة ج۲صـ۱۹۷، مجمع الأنهر ج۱صـ۶۳۸،) دلته د عهد د ماتوالي په صورت کې د جواز کلمه کارول شوي ده.
امام محمد رح وایي: إذا كان النقض من قِبَلهم إما بجُندٍ أرسلوهم لقتال المسلمين أو برسولٍ أرسلوه إلى إمام المسلمين ينبذون إليه فإنه لابأس للمسلمين هنا أن يُغيروا………. الخ( السیر الکبیر مع شرح السرخسي ج۵صـ۱۷۰۸-۱۶۹۸) دلته هم د لابأس کلمه کارول شوې ده.
په نورو فقهي عباراتونو کې هم د لابأس او یجوز……….. الفاظ کارول شوي دي( الميزان الكبرى ج2صـ۱۸۶، الخرشي علی الخلیل ج۳صـ۱۳۹-۱۴۸، الأًم للشافعي ج ۴صـ۱۰۸-۱۰۷، روضة الطالبین ج۱۰صـ۲۳۷، مغني المحتاج ج۴صـ۱۶۲-۱۵۸، المغني ۱۰صـ۵۱۵-۵۱۳،زادالمعاد ج۳صـ۱۳۷-۱۳۶، کشاف القناع ج۳صـ۱۳۴-۱۳۲،) په پورته ټولو مصادرو کې د کافرانو له لورې د جنګ بندی د ماتولو په صورت کې هیڅ ځای هم مسلمانانو ته په بدل کې وجوبي حکم نه دی شوی .
نوربیا……….. ان شاءالله