داعش د نړیوالو روستۍ هيله وه

احمد منصور

 

که د داعشیانو جوړښت په لامل يې غږيږو اوس عیان(ښکاره) ده چې د يرغلګرو په خِلاف په اسلامي نړۍ کې د جهادي حرکتونو د ځپلو په موخه مینځ ته راغلل.

دا يې چې چېرته خپلې موخې لاسته راوړې او چېرته ناکام شول؟ په دې هم نړۍ آګاه ده! له اسلامي نظام د نړۍ وېره او بیا د طمعې خِلاف يې په افغانستان کې نفاذ او د شل کلنو روزل شویو نایابه تېښتې سخت اندېښمن کړل. له يوې خوا د دوحې تړون تړلي او له بل لوري په سيمه کې د مخ ور اړولو هېڅوک هم نه لري او دا حالت ورته له زغم وتلی دی. د امارت د ځينو مشرانو په سفرونو، اقتصادي او بانکي بنديزونو يې د خپلو نامشروع غوښتنو د منلو په موخه د آلې په توګه وکارول. خو امارت په نشتو امکاناتو د لویو پروژو په پېل او د بندونو په جوړولو شروع وکړه، دې اقدام نه تنها نړۍ ورخطاء کړه، بلکې دې ګاونډيانو سرخوږی هم جوړ شو.

بلآخره غربي هېوادونو بنديزونه لا زیات کړل، د سيمې هېوادونه د لويو قدرتونو په امر امارت ته د يوه سر درد پيدا کولو په موخه لاس پکار شول. ځپلې داعشي پروژه يې بیا تقويه کړه، چې ډېر رول پکې د پاکستان او تاجکستان وو. پاکستان هڅه کوله چې امارت هم د تېرو حکومتونو په څېر تر خپل رسوخ لاندې راولي، خو د امارت خپلواکي د پاکستان دغه خوب شيطاني تعبیر کړ. د راپورونو په اساس چې په قبايلي سيمو کې یې مرکزونه داعشيانو ته جوړ کړل.

د خوارجو په له مینځه وړلو کې د امارت جديت، په پاکستان کې قيمتي او سياسي ستونزې د دې لامل شوې چې په هغه پيمانه د داعش روزلو ته زړه ښه نه کړي چې اړتیا يې احساسېدله، خو دا په دې معنی هم نه ده چې پاکستان به دلته له ستونزو پيدا کولو لاس په سر شي.

تاجکستان هم د قوشتېپې پروژې اړ کړ څو داعشیانو څخه ملاتړ وکړي او هم په سيمه کې پېژندل شوو هېوادونو تاجکستان دې عمل ته هڅاوه، خو تاجکستان هغه وخت رسوا شو، چې د امارت استخباراتي ریاست ډيری داعشيان ونیول، چې تاجکستان تابیعت يې درلود او له اعترافاتو يې څرګنديده چې د يادې پروژې تمویل او تجهیز کې د تاجکستان هم لاس وو

 

که څه هم په زړو مهرو نړۍ اوس د امارت د ډارولو هڅې کوي، خو هغوی آزمايل شوي او د امارت سترګه هم ترې نه سوزي. داعش به يې يو څه وخت تبليغاتي سوژه وي، خو فزيکي ماحول ورته برابرولو کې نړۍ او سيمه به نه تنها ناکامه شي، بلکې رسوا به هم شي. ان شاءالله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version