معاصر اشغال د معاصري ټکنالوژۍ، مادي امکاناتو او د سړې یا فکري جګړې له ټولو امکاناتو سره په خپل ځواک له اسلامي هېوادونو د خوړونکي ښامار په توګه غېږ را ګرځولې ده او ځينې پلانونه یې داسې دي چې نیمه پېړۍ او حتی پوره پېړۍ وخت اخلي، تر څو له اسلامي هېوادونو او مسلمان ملت څخه هغه معنوي ارزښتونه ولوټي چې دا ملت یې د تاریخ په اوږدو کې سرلوړی کړی او د بنده له غلامۍ او په وضعي قوانینو کې له را ښکېلتیا څخه یې ژغورلی و.
له بده مرغه چې خپل دا ډول شوم پلانونه یې د کلیسا او سترو یهودي کمپنیو په ملاتړ د داسې تش په نامه مسلمانو مشرانو په کارولو پلي کړي چې کلونه کلونه یې ورته د خپلو تبلیغاتي وسایلو او وسیلو له لارې کمپاین کړی و او داسې څېرې یې ورته تراشلې وې چې په ظاهره د خپلو هېوادوالو په زړونو کې محبوبیت ور په برخه کړي، خو د پردې تر شا یې بیا حساب او کتاب له دوی سره و، د پلان د نه عملي کېدو او یا له مهرې څخه د وتلو په صورت کې یې په پوځي کودتاوو او لاریونونو له لارې را نسکور کړي دي.
ښايي تر ټولو معاصره بېلګه یې هم د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي را پرځونه او په شهادت رسونه وي، چې خپله د مصري پوځ او د غرب پلوي مصري پوځي عبدالفتاح سیسي په لاس یې دا کار تر سره کړ.
د دې تر څنګ هغه مشران چې د امریکايي پوهنتونونو له قوانینو، ادارې او نړیوالو اړیکو له پوهنځيو فارغ شوي او په ذهني لحاظ یې بې هویته کړي و، ددې استخباراتي او اشغالي پروژو لپاره را وړاندې کړل.
د دې شومو پلانونو بل اړخ هم تکفیري او خارجي ډلې وې چې غربي استخباراتي سازمانونو یې ملاتړ کاوه او د تاریخ په اوږدو کې یې د سوچه اسلامي نظامونو پر وړاندې بغات او سرکشي کړې ده، چې تر ټولو معاصره منفوره ډله یې په عراق او شام کې د داعش په نامه د خوارجو ډله وه او هلته یې واکمن کړل.
داعش د امریکايي استخباراتو په ملاتړ اسلامي ارزښتونه، مسجدونه، شعایر او رښتیني واقعي عالمان یو پر بل پسې له منځه یوړل او تر شا یې د هغوی خپل مالي کاروبارونه، جنسي سوداګرۍ، د تاریخي اثارو لوټ او نورې بد فعلۍ شاملې وې، چې ټول اسناد یې همدا اوس هم په یوټیوب او د خوارجو په تبلیغاتي شبکو کې شته دي، د خوارجو پر مټ د اشغالي موخو ځينې نور پلانونه او ابزار هم په لاندې ډول وو.
۱:- خلافت او خلیفه
دا زموږ د موضوع اصلي او مهم ټکی دی چې داعش خوارجو ور څخه ډېره ناوړه استفاده وکړه او کوي یې، خپله خلیفه او خلافت ډېرې سپېڅلي کلمې دي، هر انسان پر ځمکه د خدای تعالی خلیفه او استازی دی، په واقعي خلافت کې د اسلامي هېوادونو تر منځ پولې او بریدونه له منځه ځي او یوازې اسلام به سرحد وي.
خو ددې لپاره چې مسلمانان خپل دغه سپېڅلي مرام ته ونه رسېږي، د بدنامولو لپاره یې غربي اشغالګرو لومړی په عراق او شام کې داعش یا په اصطلاح اسلامي دولت رامنځته کړ او بیا یې په افغانستان کې د واقعي اسلامي امارت د ماتولو او ګواښلو لپاره له عراق نه په تقلید داعش خوارج رامنځته کړل چې تر دغه سپېڅلي نامه لاندې یې خلک د وحشت او بربریت شاهدان دي او هېڅ داسې بریا هم نه لري چې د خپلې لاسته راوړنې په توګه یې یاده کړي.
داعش خوارج د خلافت تر شعار لاندې اشغالي موخې عملي کوي، د مسلمانانو تر منځ د پورته یادو شوو عنوانونو په عملي کولو سره تفرقه او وېش رامنځته کوي، تر څو د مسلمانانو زړونو له خلافت او یوه خلیفه لرلو څخه دومره تور کړي چې نور یې له غوښتنې توبه ګار شي او همدا د اشغالګرو اصلي موخه ده.
د خراساني خوارجو په لیکو کې ټولې هغه منحوسې او منفورې څېرې شاملې دي چې ټولنې استفراق کړې او بیا یې د اشغال لمنې ته پناه وړې ده، تر څو واک او امکانات تر لاسه کړي او د اسلام په سر سودا وکړي، چې ان شاء الله دغه شوم ارمان ته هېڅکله هم نه شي رسېدلی.
ګن هغه ځوانان چې د خوارجو لیکو ته ورغلي، د خپلو دروغجنو او نقاب پوشه مشرانو له لارې رنګا رنګ غوړې وعدې ورکړل شوي دي، دوی د خلکو شتمنۍ لوټلې، د خلکو له ابرو او عزت سره یې لوبې کړې او د غنمیتونو یا لوړو ډالرې معاشونو د تر لاسه کولو لپاره یې د خلافت د موخو په نوم داسې وحشتونه تر سره کړي چې بشریت یې یادولو شرمېږي.