داعش او د هغوی پټ رازونه

ابو وهیب جوزجاني

#image_title

داعش چې کله د جګړې ډګر ته را وړاندې شو، خپل رنګ او پټ رازونه یې ښکاره کړل، دغې پدیدې په خپل پیل کې هم داسې نښې نښانې څرګندې کړې؛ چې د پټو رازونو ښکارندويي یې کوله، خو په ښکاره یې نه ښودل.

داعش یو داسې سازمان او خوځښت دی، چې په خپلو پټو او ژورو طبقو کې ډېر پټ رازونه لري، یو داسې خوځښت، چې په خپلو افکارو کې ډېر پټ ښکاري، خو هغه کسان چې په تحقیق او سیاسي پوهه کې لاس لري؛ د دوی حقیقت ته رسېږي.

د داعش پټ رازونه:

۱ـ له امریکا سره پټ تړون؛
د پنتاګون یو پخواني قوماندان د رویټرز سره په خبرو کې ادعا کړې؛ چې د ترکیې له همکارۍ څخه د خپل دریځ بدلولو وروسته، امریکا اجازه ورکړه چې په زرګونو داعشي جنګیالي د سوریې د رَقې له پلازمینې څخه، د یوې پټې معاملې له مخې، د بشار اسد د ځواکونو پر ضد آزاد شي او جګړه وکړي.

جنرال طلال سیلو، چې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ویاند و؛ یو ائتلاف چې کردان او ځینې عرب قومونه پکې شامل و، اعلان وکړ؛ چې دا ځواکونه د امریکا غږ او څېره وه، چې په سوریه کې د داعش پر ضد جګړه کې حاضر وو.

د امریکا تر ملاتړ لاندې ځواکونو په اکتوبر کې د داعش ځواکونه له رَقې ښار څخه وویستل، څو اونۍ وروسته، د نومبر په منځ کې، جنرال سیلو چې په شمالي سوریه کې د کردانو دښمن وه؛ ځان ترکیې ته وسپاره، هغه وروسته له دې چې قومانده یې پرېښوده؛ په لومړي ځل خبرې وکړې او اعلان یې وکړ، چې د امریکا په مشرۍ یې هغه ځواکونو ته اجازه ورکړه چې د بشر الاسد په ضد د داعش په نامهٔ وجنګېږي.

سیلو رویټرز ته وویل: “یوه پرېکړه وشوه چې تروریستان به ښار پرېږدي، نږدې څلور زره کسان، د خپلو کورنیو سره یو ځای له ښار څخه ووتل، په داسې حال کې چې مخکې ادعا شوې وه چې یوازې ۵۰۰ داعشي جنګیالي له ښاره وتلي.”

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو او داعش تر منځ د پټې معاملې خبر د بي بي سي په خبرونو او د دې شبکې په تحقیقاتو کې، د دې میاشتې په لومړیو کې خپور شو.

په حقیقت کې، د امریکا او داعش تر منځ همکاري په ډېرو خبرو او تحقیقي اسنادو کې شته، خو دا لنډه مقاله د هغوی ټول توضیحات وړاندې کولای نه شي.

د داعش پدیده له امریکا سره د تعاملي دریځ په اساس منځ ته راغلې وه، او د خپلو جنګیالیو په مبارزو کې یې دا دریځ په عمل کې ښکاره کړ.

په سیمه‌یزو او فرا سیمه‌یزو استخباراتي ځواکونو کې، د داعش اړیکې له هیڅ یو کس څخه پټې نه دي.

عاصم جلال
Exit mobile version