داعش او د تکفیر آخري حد

صلاح الدین (ثاني)

 

داعش خوارج هغه شریره او بې منطقه خارجي ډله ده، چې د اسلام له نوم څخه په استفادې یې هغه وحشتونه او رزالتونه وکړل، کوم چې د اسلام زرین تاریخ یې

وداغه او د مُسلمه اُمت وینې یې په داسې وحشت سره وبهولې چې د بشر په تاریخ کې غیر له صلیبیانو او یهودیانو بل هیچا داسې وحشیانه عمل سرته نه وو رسولی.

داعش د مُسلمه اُمت ترمنځ د نفاق هغه ناوړه مرض دی، چې درملنه یې یواځې او یواځې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په خبره پوره عمل دی.

( لاقتلنهم قتل عاد ).

داعش د تکفیرولو لپاره ځانګړې ټاپې لري، چې یو مثال یې دلته تاسې ته وړاندې کوو.

د اسلام ستر مفکر شیخ او مصعب السوري په خپل کتاب (التجربة السوریّه) کې د داعشي خوارجو په اړه لیکي: داعش خوارج په داسې شیطاني براهه کې ګیر او ورک دي، چې یواځې د الله رحمت کولی شي، دوی ترینه را وباسي.

نوموړی وایي: کله چې شیخ الروبیش شهید شو، نو د مأرب او صنعاء د داعشیانو مشر د شُکر سجده وکړه، په مجلس کې ناست یو کس دا سجده کونکی کافر وګڼلو.

پرته له دې چې سجده کوونکی او مکفر وپېژني.

 

همداسې یو بل ځای کې وایي:

یوه ورځ د شام داعشیانو ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تکفیر کړ، په همدې مجلس کې ناسته یوه بله ډله را پاڅېدل او شیخ اسامه تقبله الله یې هم تکفیر کړ، چې له ملا محمد عمر رحمه الله سره بیعت لري.

بیا په همدې مجلس کې ناستې بلې ډلې وویل: چې ملا محمد عمر کافر وو، خو شیخ اسامه کافر نه وو.

وروسته لومړنۍ ډله را پاڅېدله او دویمه ډله یې تکفیر کړه، چې د اسامه کُفر ته کفر نه وایئ؛ نو تاسې خپله کافران یئ، په دې خبره د دواړو ډلو ترمنځ جګړه ونښته او دواړو لورو داسې تلفات ورکړل؛ چې له حد څخه وتلې خبره وه.

داعشیان لکه د ځنګل وحشیان داسې دي، چې هم په خپلو کې سره خوري او هم نورو ته خوله اچوي.

اوس نو دا خبره باید وکړو هغه خارجي صفته ډله چې د ځنګل د وحشیانو په څېر یو او بل خوري د اُمت لپاره دولت او خلافت نشي راوستلی، بلکې د اُمت ترمنځ نفاق راولي.

داعشیان همداسې ډله، ډله دي ځینې یې شیخ اسامه نه مني، ځینې یې امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد نه مني او ځینې یې بیا مني او ملا عمر رحمه الله ته لوی ملا صاحب وایي او ځینې یې کافر او مرتد ګڼي.

په داعشي خوارجو د ځنګل وحشیان ډېر شرف او عزت لري.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version