داعشیانو دیرالزور کې کروندګر وهلي او د یوه سوداګر پر کور یې د ډالرو ترلاسه کولو لپاره برید کړی

د سوریې د بشرحقونو د څار بنسټ د ذوالقعدې په ۷مه (۲۷ می) خبر ورکړی چې د دیر الزور ښار د ابو حمام په سوح الذیب سیمه کې یو شمېر داعشیان کروندګرو ته په موټرسایکلانو ورغلي، وهلي یې دي او وروسته یې ګواښ ورته کړی چې بیا دې سیمې ته ورونګرځي.

د بشرحقونو د څار بنسټ همداراز ویلي چې د روانې می میاشتې په څلورمه، دوه داعشي وسله وال د دیرالزور په شحیل سیمه کې د نفتي موادو د یوه سوداګر کور ته ورغلي وو او د زکات په نامه یې اته زره امریکايي ډالر ترې غوښتل. یاد بنسټ د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې سوداګر د داعشیانو د هویت پوښتنه وکړه خو هغوی تر لږ بحث وروسته ډزې وکړې او له سیمې وتښتېدل.

تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوي وو چې داعشي خوارج د دیرالزور په ابو حیه سیمه کې د تېلو له پلورونکو او قراردادیانو د وسلې په زور د زکات په نوم پیسې اخلي.

د یادونې وړ ده، دیر الزور ښار د تېلو له پلوه غني سیمه ده او د نفتو مشهور او ستر کوهیان پکې دي.  په دې ښار کې خوارج له سوداګرو او کروندګرو د زکات، رویالټي او مالیې په نوم پیسې تروړي او د نه ورکول کېدو په صورت کې یې په مرګ ګواښي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version