داعشي قومندان خپل یوولس ملګري وژلي

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش یو قومندان خپل یوولس ملګري وژلي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي چې دغه پېښه د اچین ولسوالۍ په کرکڼۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.

خوږیاڼي زیاته کړې چې زمین جان چې په ابوبکر مشهور و، د داعشي وسله‌والو په لیکو کې سرګروپ و او بېګا د شپې یې خپل ۱۱ ملګري وژلي او خپله تښتېدلی دی.

د والي ویاند ادعا کړې چې زمین جان په ټپي حالت کې طالبانو نیولی خو طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

یو شمېر سرچېنو نن ټکی اسیا ته ویلي چې داعشي قومندان دغه وسله‌وال د خپل ورور په انتقام کې وژلي دي. د سرچېنې په باور څو ورځې وړاندې داعشي وسله‌والو د زمین جان قومندان ورور زرین چې د طالبانو په لیکو کې و، وژلی و.

د یادونې وړ ده چې د بېګناه وګړو وژنې په ننګرهار کې د داعشیانو نفوذ خورا کم کړی دی. د دغې ډلې څو مشهورو قومندانانو څه موده وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړ.

دغو قومندانانو ویل چې داعش بېګناه وګړي وژني، عام ولس ځوروي او له همدې کبله د دوی له لیکو ووتل.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version