داعشي خوارجو د شام د جهاد یو مخکښ قومندان شهید کړ

#image_title

تېره پنجشنبه د سوریې په ادلب ولایت کې د داعشي خوارجو په يوه برید کې د سوریې د جهاد یو مخکښ قومندان شهید شوی دی.

د راپورونو له مخې، یو داعشی چې په ځان پسې یې بارود تړلي وو د ادلب په سرمدا ښار کې هغه کور ته ورننوتی چې ابو ماریا القحطاني له خپلو ملګرو سره پکې ناست وو او ځان ته یې چاودنه ورکړه. د چاودنې له امله پخپله ابو ماریا القحطاني له یو شمېر نورو ملګرو سره یوځای شهید شوی دی.

د ابو ماريا القحطاني خپل نوم میسرة الجبوري و او اصلا د عراق د موصل اوسېدونکی و. نوموړی د جبهة النصرة له مؤسسینو او د داعشي خوارجو له سرسختو مخالفینو څخه و او هممهاله د بشار الاسد رژيم او د هغه ملاتړو ته هم مطلوب و.

داعشي خوارجو تراوسه پورې رسما د القحطاني د شهیدولو مسؤلیت نه دی منلی، خو مطبوعاتي کسان یې په شهادت خوښي ښکاره کوي او پړه یې د فتنې راپورته کولو په‌ موخه پر هیئة تحرير الشام وراچوي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version