د داعش د سقوط عوامل، د جګړې په ډګر کې ماته:
دېو صفته داعشیانو یوه ورځ ځانونه یو «نه ماتېدونکی دولت» ګڼه چې د اسلامي نړۍ برخلیک به بدل کړي، خو دا افسانه له یوه درواغو پرته بل څه نه وه او د پوځي سختو بادونو پر وړاندې یې دوام ونه کړ او د دوی په وړاندې د پراخو پوځي عملیاتو پیل سره ډېر ژر وپاشل شوه، د داعش پر وجود لومړی سخت ګوزار په ۲۰۱۷ کال کې د موصل سقوط وو.
دا ښار چې یو وخت د داعش د ادعا شوي خلافت مالي او سمبولیکه پلازمېنه ګڼل کېده، له نهه میاشتنۍ جګړې وروسته د عراقي ځواکونو او نړیوال ائتلاف په لاس ازاد شو او په دې ښار کې یې ریښې وچې شوې، د موصل سقوط نه یوازې یوه پوځي ماته، بلکې د داعش پر نشته حیثیت یو وژونکی ګوزار وو، د ښار د ورانیو انځورونو او د داعش د جنګیالیو تېښتې، د هغوی نهماتېدونکې افسانه له منځه یوړه، هغوی چې د جهاد او مقاومت نارې یې وهلې او درواغجنو چیغو یې د اسمان غوږونه کاڼه کړي وو، کله چې د جګړې اصلي ډګر ته راغلل، لږ دوام ېې هم ونهکړ او د پاتې کېدو او مقاومت پر ځای یې تېښته غوره کړه.
د داعش پوځي ستراتیژي چې پر نامتقارنه جګړې او پټو عملیاتو ولاړه وه، د نویو پوځي تاکتیکونو سره په مخامخ کېدو کې یې خپله کارایي له لاسه ورکړه، ائتلافي ځواکونو د دقیقو ماهوارهاي معلوماتو، هدفي هوايي بریدونو او له سیمهییزو مقاومت ډلو سره په همکارۍ، په تدریج سره داعش ډله له پښو وغورځوله، په سوریه کې هم د ائتلاف په هوايي ملاتړ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو عملیاتو په ۲۰۱۷ کال کې د داعش د اداري پلازمېنې (رقې) د ازادېدو لامل شول، دې پرله پسې ماتو نه یوازې د داعش قلمرو راکم کړ، بلکې د هغوی د جنګیالیو روحیه یې هم په شدت سره کمزورې کړه.
د پام وړ ټکی، په وروستیو میاشتو کې د داعش د جنګیالیو د چلند بدلون وو، ډېری لوړپوړو قوماندانان تر مرګه د مقاومت پر ځای د خپل ځان د ژغورلو په فکر کې وو، ځینو یې په بڼې او هویت بدلولو سره تېښته کوله، په داسې حال کې چې ساده سرتېري یې د انساني ډال په توګه ډګر ته لېږل، دې دوهګوني چلند د مشرانو او عادي سرتېرو ترمنځ ژور واټن په ډاګه کړ، یوه تښتېدلي داعشي سرتېري په دې اړه داسې ویلي دي: «کله چې پوه شوم چې زموږ قوماندان څو اونۍ مخکې له خپلې کورنۍ سره تښتېدلی، پوه شوم چې هر څه پای ته رسېدلي دي».
پوځي شنونکي په دې باور دي چې داعش په پای کې د خپلې ستراتیژۍ قرباني شو، دې ډلې د تروریستي تاکتیکونو او ښاري جګړې په تکیه په پیل کې وکولای شول بریاوې ترلاسه کړي، خو هېڅکله یې ونه شو کولای چې د کلاسیکو ستراتیژیو لرونکو منظمو پوځونو پر وړاندې مقاومت وکړي، د لوړپوړو قوماندانانو له وژل کېدو وروسته، د اغېزمن پوځي مشرتابه نشتوالي د بیا تنظیم هر ډول امکان له منځه یوړ.
دې ډلې ونه شوه کولای یو ځل بیا سره راټوله شي او دا خلافت همداسې بې خلیفه پاتې شو، په پای کې، هغه څه چې یوه ورځ د «خلافت پوځ» په نوم معرفي کېدل، په داسې تیت پرکو ډلو بدل شول چې په دښتو کې پټ شوي وو.
د داعش پوځي ماته یوازې یوه ستراتیژیکه بریا نه وه، بلکې د یوه لوی توهم د پای نښه وه، د ابدي خلافت افسانه چې یوه ورځ یې په زرګونو غولېدلي ځوانان خپل لوري ته را کښلي وو، د جګړې د ډګر د واقعیتونو پر وړاندې بې رنګه شوه، دې ماتې ثابته کړه چې هېڅ ډله، که څه هم په غولوونکو شعارونو او ماهرو تبلیغاتو سره راغلي وي، نه شي کولای د نړیوالې ارادې او ولسي مقاومت پر وړاندې پایداره پاتې شي.
د دې پېښې لوی درس دا و چې تاوتریخوالی، وژنه او لوټل هېڅکله نه شي کولای د واقعي حکومتدارۍ ځای ونیسي او هر نظام چې د فریب او ډار پر بنسټ جوړ شي، د پاشل کېدو په برخلیک محکوم دی.