داعش؛ یوه نه تکرارېدونکې وحشي ډله

مفتی حماس انقیادي

#image_title

په دنيا کې، چې څومره پيغمبران عليهم الصلوة والسلام د اللّٰه تعالی له لوري را لېږل شوي و؛ د ټولو توصيه امت ته د دين او عبادت وه، امت ته يې اللّٰه تعالی دين او وحدانيت ور ښوده، دين او شريعت د څښتن تعالی امر دی او په دين کې سراسر امن دی.

 

د دين او شريعت تقاضا همدا ده، چې مسلمانان د اللّٰه تعالی وحدت او نيکې لارې ته را وبولي، له بې دينه خلګو او باطلې لاري يې منع کړي، ور ته وښیي، چې مسلمانه!

ستا اړیکه به د هغوی سره نه وي، څوک چې د اللّٰه تعالی د دین او د مسلمانانو دښمنان دي.

 

د حق او باطل توپير وشي، هغوی چې د مسلمانانو ويني مباح او روا بولي؛ پر وړاندې يې درېدل، د هر مؤمن مسلمان وجيبه ده.

 

مونږ او تاسو وينو، چې د کفري هیوادونو استخباراتي کړيو له لوري، د داعش په نوم يوه ډله حمايه کيږي، تر څو په هيڅ هيواد کې دومره څوک پيدا نه شي، چې د اسلام نوم په خوله واخلي، دوی اسلام نا امنه معرفي کوي، د زور او وحشت له لارې خلګ له اسلام متنفر کوي او په دې توګه خپل ځان په حقه ثابتوي.

 

په دې وروستيو کې، داعش فقط د مسلمانانو وژلو ته کار ويلی، له همدې لارې غواړي چې افغانان د اوسني نظام څخه متنفر کړي.

 

خو اوس په دې ټول امت پوهېدلی، چې داعش استخباراتي دسيسه ده، داعش د اسلام او مسلمانانو دښمن دی، داعش پرته له دې چې مسلمانان په شهادت ورسوي، د عبادت مراکز او عام المنفعه ځايونه په نښه کړي؛ بل څه نه پيژني.

 

د داعش ټوله مخينه او انګېزه پر دې را څرخي، چې له داعش پرته نور مسلمانان په دنيا کې وجود نه لري، که څوک له داعش سره ملګری شي؛ مسلمان دی او که ملګری یې نه شي؛ وينه يې ورته روا او مباح ده.

 

مونږ وينو، چې داعش کله هم په کفري هیوادونو کې جهاد و نه کړ، نه يې تر اوسه کوم کافر په نښه کړی، له سلګونو کيلومترو را تيريږي او د مسلمانانو په هيوادونو کې جهاد کوي، هيڅ داسې ثبوت نه لري، چې کوم کافر يې وژلی وي.

 

داعش يوه وحشي او کرايه ګره ډله ده، تل يې د بې ګناه مسلمانانو په وينو لاسونه سره وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی په هکله څومره ښه ویلي دي؛ « يقتلون أهل الإسلام و يدعون أهل الأوثان»

مسلمانان به وژني، او کفار به پریږدي.

 

که مسلمانان ددې ډلې په مقابل کې فرد فرد را پورته نه شي او د ځمکې له مخ څخه يې محوه نه کړي؛ د دوی دا وحشت او بربریت به روان وي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version