داعش؛ ناکامه پروژه دویمه او وروستۍ برخه ابو رضوان انصاری

#image_title

۳- د پیژندل شوي هویت نشتون؛
داعش چې کله د مبارزې ډګر ته را ودانګل، هېڅکله هم په دې و نه توانېده، چې ځان ته یو ثابت هویت طرحه کړي؛ تر څو په دې توګه سم او پیژندل شوی لوری غوره کړي.

د داعش په هویت کې ثبات او ټینګښت تل متزلزل وو، ځکه دا پدیده په یو ثابت هویت نه وه زېږیدلې؛ هغه نظامونه او ډلې چې په دې ډول میدان کې قدم ږدي، حتماً مخکې له دې چې د ودې زمینه یې برابره شي؛ زوال ته به مخه کوي.

۴- د روښانه ډیپلوماسۍ نشتون؛
داعش هېڅکله، په هغه وخت کې چې په نړۍ کې یې رول لوباوه؛ کومه مشخصه ډیپلوماسي په واک کې نه درلوده، چې په وسیله یې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لاره لنډه او له کمو انساني تلفاتو سره طی کړي.

ډیپلوماسۍ او مذاکراتو په داعش کې دویم ځای درلود، لومړی او اخر خبره یې جنګ او جنګ وو، دوی مخکې له دې چي د یوې مشخصي ډیپلوماسۍ او د حق و باطل په پېژندلو سره جګړه پیل کړي؛ همداسې بې تمیزه میدان ته ښکته شول.

۵- د داعش سره د سیمې د خلګو ناراضیتوب؛
داعش په یو ډول نړیوال کېدلو سره، خپل تشکیلات ډګر ته راوستل او له ټولې نړۍ څخه یې پلویان راټول کړل؛ خو دا پلویان د هغې سیمې نه و؛ چې دوی جګړه پکښې پیل کړې وه، دا خپله یو له هغو عواملو څخه دی، چې هر هغه حرکت او ډله چې له سیمې څخه نه وي؛ له ماتې سره مخامخ کېږي.

داعش ځکه له ماتې سره مخ شو؛ چې د هغوی د جذب ځواک د سیمې له خلګو نه و، نو له همدې امله یې خپل اوږد سفر لنډ کړ او د تباهۍ لاره یې غوره کړه.

۶- په رسنیو کې خپل وحشي توب ښکاره کول؛
په هغو رسنیو کې چې د داعش په واک کې وې، د دې ډلې د وحشي کړنو پرته بل څه نړۍ ته نه وړاندې کېدل.

هغه حالتونه، چې د رسنیو او عامه محضرونو په وړاندې به یې ښکاره کول؛ په حقیقت کې یې له خلکو لوری ورک کړی وو، د خلکو زړونه، فکرونه او ذهنونه یې بل خوا ته اړ کړي وو، داعش چې د جهاد بدنامولو لپاره رامنځته شوی و؛ د یادو شویو عواملو په کارولو سره خپل عمر لنډ کړ او خپل تشکیلات یې له ماتې او نابودۍ سره مخ کړل.

د داعش برخلیک، بدبختۍ او بدنامۍ ته ورسېد، ځکه چې په خلکو کې یې ناسم مسیر په سمه توګه وړاندې کاوه او په خپلو فکرونو کې یې د دې لپاره څه نه لرل؛ چې ټولنه د دین لوري ته هدایت کړي.

داعش د نورو جهادي ډلو څخه په توپیر، د مبارزې ډګر ته را وړاندې شو او د یو متفاوت او مختلف مسیر په غوره کولو سره یې ځان د هغو جهادي ډلو څخه جلا کړ؛ چې د الله جل جلاله د کلمې د لوړولو لپاره میدان ته راغلي وو.

دا جلا والی د دې لامل شو چې خپل پای ته د هلاکت او تباهۍ لاره غوره کړي او خپل برخلیک په لنډه موده کې پای ته ورسوي.

ابو جلال
Exit mobile version