داعش؛ د امرالله صالح له مېلمستون نه تر ښاري عملیاتو

لومړۍ برخه
عمر شهید

د داعش په نامه د خوارجو ډلې په ۲۰۱۳ کال په عراق کې خپل شتون اعلان کړ، چې څه موده وروسته یې فعالیت په بېلابېلو هېوادونو کې څرګند شو او یوې ډلې افغانانو هم په افغانستان کې له دوی سره بیعت وکړ.

په افغانستان کې د دغې ډلې له راڅرګندېدو وروسته د څه مودې لپاره افغانستان اسلامي امارت د دغې ډلې له خلکو او د هغوی له معسکراتو سره هېڅ کار نه درلود، بلکې په یو ډول یې څارل. په هغه وخت کې د اسلامي امارت رهبري؛ امیرالمؤمنین شهید ملا اختر منصور تقبله الله د داعش مشرانو ته د یو لیک په استولو سره، هغوی د افغانستان د جهادي سیمو حالاتو او شرايطو ته متوجه کړل او د دوی پر وړاندې يې د اسلامي امارت له دریځ څخه خبر کړل.

داعش په کم وخت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک پیدا کړل او نفوذ یې زیات شو. په جوزجان، جلال اباد، کنړ، زابل او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې یې فتنې پیل کړې او د اسلامي امارت پر ضد یې پاڅون وکړ. اسلامي امارت دغو حالاتو ته په کتو سره د خپل توجه څه برخه دوی ته واړوله او په یو څه وخت کې یې دغه فتنه ورکه کړه.

له امریکایانو او د هغوی له اجیرانو سره د داعش اړیکې:
داعش په افغانستان کې له رامنځته کېدو وروسته له امریکایانو سره اړیکې درلودې، دوی د هغه کسانو له لارې چې د امریکایانو او د دوی ترمنځ یې رابطه و مرسته ترلاسه کوله، په ځلونو ځلونو له هليکوپټرو څخه دوی ته مهمات غورځول، او د دوی په ګټه يې د اسلامي امارت د مجاهدینو موضع ګانې هدف ګرځولې.

له ولایتونو څخه د دوی د زوال وروستۍ ورځې وې. ورو ورو د داعش پټې اړیکې له امریکایانو او مخکینۍ ادارې سره چې د دوی په رأس کې امرالله صالح و، په ډاګه شوې. څو ځله په مختلفو جبهو کې، کله چې د دوی وروستی سنګر ونړول شو او د اسلامي امارت د مجاهدینو له خوا محاصره شول، د پخوانۍ ادارې څرخکې د دوی مرستې ته راغلې او کابل ته یې یوړل، هلته یې هم درملنه کيدل او هم يې ځایونه ورکول.

د حقاني علماوو وژنه:
د داعش غړي کابل ته له ننوتلو وروسته د امرالله صالح له خوا د پخواني حکومت، د ارګ په ځانګړو مېلمستونونو او د هغه وخت د ملي امنیت په ځانګړو خونو کې ځای پر ځای شول او د ځانګړو اهدافو د ترسره کولو لپاره وروزل شول.
اجير حکومت په وروستیو کلونو کې و چې د هغه حقاني علماوو د وژلو او له منځه وړلو پلان یې جوړ کړ چې د حکومت پر ضد وو. دا د امرالله صالح له خوا پلان او د هغه د شخصي ساتونکي له خوا چې په افغانستان کې د داعش مشر و، ترسره شو او په کابل کې يې لوی لوی علما په شهادت ورسول.

هماغه داعشيان چې کابل ته په څرخکو کې ولېږدول شول، ترې استفاده کيدل او علماء یې پرې ووژل.

د پخواني اجیر حکومت د ملي امنیت په مرکز کې د داعش د جعلي پلانونو او بیرغونو بیلابیلې ویډیوګانې او عکسونه نشر شوي چې ښيي داعش د امرالله صالح په مشرۍ په افغانستان کې پرمختګ کاوه او خپل اهداف یې پلي کول.

ادامه لري…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version