خوراج (داعش) دتاریخ په اوږدو کې | درېیمه برخه 

#image_title

بهاند

د دې فکر یادونه په قرآن کې:

مخکې تر دې چې د خوراجو په عملي کړنو او تاریخي تېروتنو رڼا واچوو، لومړی راځو دې ته چې اللهﷻ په خپل کلام کې د دوی د اخرني انجام په اړه څه وایي.

اللهﷻفرمایې:

قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا.

ژباړه: ووایه (ای محمدﷺ ! دوی ته) آیا خبر کړو تاسې په هغو کسانو چې عمل یې ډېر بد دی، هغه کسان چې په ژوند د دنیا کې یې عمل ورک شوی او دوي ګمان کوي، چې دوي ښه کار کوي (حال داچې

داسې نه ده)

امام طبري رحمه الله په خپل تفسیر کې یوه واقعه را نقل کړې، چې ابن الکواء( د خوارجو مهم غړی) حضرت علي رضی الله عنه ته وویل: دا کسان څوک دي؟

ده مبارک ورته وویل: ته او ستا ملګري

 

بل ځای اللهﷻ فرمایي:

هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ

ژباړه:

اللهﷻ هغه ذات دی، چې نازل کړی یې دی پر تا قرآن، چې ځيني آیتونه یې محکم او معنا یې واضحه ده، دا اصل د کتاب دي. او د ځینو یې معنا پټه او نامعلومه ده.

هغه کسان چې په زړونو کې یې له حق څخه د باطل طرف ته میلان وي. غواړي د داسې آیتونو لپاره معنا پيدا کړي، دا ځکه چې خلک په فتنه کي واچوي. او طلب د معنا وکړي.

 

حافظ ابن کثیر رحمه الله په خپل تفسیر کې د امام احمد رحمه الله په حواله یو حدیث رانقل کړی او لیکي:

وقال الإمام أحمد: حدثنا أبو كامل، حدثنا حماد، عن أبي غالب قال : سمعت أبا أمامة يحدث، عن النبي صلى الله عليه وسلم في قوله: فأما الذين في قلوبهم زيغ فيتبعون ما تشابه منه قال : ” هم الخوارج.

ژباړه: ابوامامة( رضی الله)  له رسول الله ﷺ څخه  روایت کوي، چې هغه کسان چې د متشابه آیتونو په معنا پسې لټون کوي او غواړي فتنه خپره کړي رسول اللهﷺ وایي دا خوارج دي.

دا چې د خوارجو لومړنۍ فتنه د مادیاتو او مال تر لاسه کولو لپاره رامنځ ته شوه، چې ذوالخویصرة یې د غنیمت په وېش کي غوښتنه وکړه

نو له دې آیتونو او احاديثو نه ښه څرګندېږي.

چې د دوی ټولې کړنې به په راتلونکي کې هم، چې د دین او خلافت په نومونو یې سر ته رسوي، د مادیاتو او مال ترلاسه کولو لپاره وي.

 

په دې اړه نور هم څو ایتونه نازل شوي، چې اکثره مفسرینو په خپلو معتمدو کتابونو کې خوارج ځینې اخېستي.

 

لکه څنګه چې د,,يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌ وَتَسْوَدُّ وُجُوهٌ,, آیت تفسیر ابن عباس(رض) په خوارجو سره کړی.

ادامه لري………

هرماس الافغاني
Exit mobile version