خوارج له صدر إسلام څخه ، بیا د نن ورځي تر دواعشو پوري

لیکوال: عبدالرحمان محمود
دوهمه برخه
د خوارجو بل نوم محکمة، أو وجه د تسمیي

محکمة “پر صیغة د فاعل” د دوی لومړی نوم دی چي پر دوی ایښودل شوی أو اطلاق یي پر سوی، دا ځکه چي دوی د تحکیم په قضیة کي(تفصیل به یي وروسته راسي ان شاءالله) دوی د دریمګړو له فیصلي انکار وکړ ، أو ویي ویل (لاحکم الا لله)
همدا جمله د دوی شعار وو چي کله به یي پر امام د مسلمانانو بغاوت کاوه، همدا ډول یي په خپلو سیاسي مقاصدو کي استعمالول، دوی به په دې خبره چي حکم یواځي الله لره دی ډیر فخر کاوه، یو شاعر یي وایي.

ولكن نقول الحكم لله وحده.
وبالله نرضى والنبي المقرب.

حضرت علي رضي الله عنه د دوی ددي شعار په هکله و فرمایل(كلمة حق أريد بها الباطل) د حق خبره ده چي مراد أو هدف پکښي باطل أو ناحقه دی.
بل نوم یي نواصب دی، نواصب یي ځکه ورته ویل چي دوی د حضرت علي رض سره د دښمنۍ په نصب کولو أو قائمولو کي ډیر زیادت أو افراط کاوه.

بل نوم یي “مارقة” دی، دا نوم یي د هغه حدیث شریف څخه را آخیستل شوی چي د دوی په هکله جناب أکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي (يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية.الحديث)
دوی به له دین څخه داسي وځي لکه غیشی چي له ښکاره وځي.

خوارج خپله، مذکوره نومونو ټوله و خپل ځان ته استعمالوي أو کاروي یي، به استثناء د “مارقة” دا نوم ورته اهل السنة والجماعة ورکړی.

د خوارجو لومړی ظهور ، أو غدر، أو ورسره د هغه وخت د مسلمانانو خپل مینځي مشکلات… نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version