خوارج (داعش) د تاریخ په اوږدو کې | شپږمه برخه

#image_title

بهــاند

 

کله چې د مصر واک عبد الله بن ابي سرح رضی‌الله‌عنه ته وسپارل شو، خوارجو وغوښتل چې د نوموړي په مقابل کې هم خلک پاڅون ته وهڅوي، خو د خوارجو دا هڅه هلته ناکامه شوه، کله چې عبد الله رضی‌الله‌عنه د افریقا د فتحه کولو په نیت ووت، ځکه د افریقا د فتحې په اړه  تر دې له مخه عمر رضی‌الله‌ عنه له عمرو بن العاص رضی‌الله‌ عنه څخه غوښتنه کړې وه، چې له طرابلس څخه اخوا ته مه ځه.

 

کله چې د خوارجو  هڅه د عبدالله رضی‌الله‌ عنه په وړاندي ناکامه شوه، نو دا ځل یې د عثمان رضی‌الله‌عنه په مقابل کې خلک راوپارول، او د مصر خلکو ته یې د نوموړي رضی‌الله‌عنه د شخصیت په اړه شبهات پیدا کړل او هغه دا چې دوی به ویل:

 

عثمان رضی‌الله‌عنه د قرآن نسخې وسوځولې، په دندو او لوړو څوکیو یې خپل قریبان مقرر کړي، په مکه مکرمه کې یې د پوره لمونځ حکم صادر کړی اوداسې نور….

 

دا ځینې فرعې مسئلې خوراجو په هر مجلس کې دومره په زور او زېر سره بیانولې، چې د لویو لویو صحابه کرامو رضی‌الله‌عنه زامن یې هم تر تاثير لاندي راغلل او په دې سره د مصر خلکو اراده وکړه تر څو مدينې منورې ته لاړ شي او عثمان رضی‌الله‌عنه له خلافته عزل کړي.

 

د مصر خلکو شپږ سوه کسیزه ډله تیاره او د عمره کوونکو په صفت یې د مدینې منوري په لور حرکت پیل کړ، کله چې هلته ورسېدل، عثمان رضی‌الله‌عنه ورته حضرت علي رضی‌الله‌عنه مخکي ورولېږه، ځکه عثمان رضی‌الله‌عنه ته عبدالله رضی‌الله‌عنه احوال ليږلی وو، چې مصریان درغلل او ارادې یې سمې نه دي.

 

علي رضی‌الله‌عنه د دوی پوښتنې ځواب او بیرته یې د مصر په لور رخصت کړل، خو په لار کې خوارجو د دوهم ځل لپاره نوې هڅه پیل کړه او په دروغو یې دا وویل:

چې عثمان رضی‌الله‌عنه عبدالله رضی‌الله‌عنه ته لیک لېږلی او غوښتنه یې ځینې کړې، چې کله دا کسان درشي ټول ووژنه او په دې سره دوى په مدینه منوره راوګرځېدل او د اسلام درېم خلیفه عثمان رضی‌الله‌عنه یې په شهادت ورساوه

 

نور بیا…

هرماس الافغاني
Exit mobile version