بورکینافاسو کې القاعده څلور داعشیان وژلي

په افریقا کې د القاعده د جهادي غورځنګ ځايي څانګې په بورکینافاسو هیواد کې څلور داعشیان د عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.

د جماعة نصرة الاسلام والمسلمین نشریاتي ادارې، الزلاقة، پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شنبه د ډسمبر په ۲۸تمه د بورکینافاسو د ودالا ولایت په سکوډو سیمه کې مجاهدینو پر داعشي خوارجو برید کړی، چې په نتیجه کې یې څلور داعشیان قتل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له وژل شویو داعشیانو یوه دهشکه، دوه کلاشینکوفونه، ټلفونونه او نور مهمات نیول شوي او ترڅنګ یې د هغوی موټر هم سوځول شوی دی.

د یادونې وړ ده، جماعة نصرة الاسلام والمسلمین د افریقا په لوېدیځ (مالي، بورکینافاسو او نایجر هیوادونو کې) د القاعده فعاله څانګه ده، چې ”په اسلامي مغرب کې د القاعده تنظیم“ تر چتر لاندې فعالیت کوي.

ابو جلال
Exit mobile version