ایران دې نور هغه خوبونه نه ویني

طالب العلم صفت الله

ایران چې ظاهراً ځان د امریکا او اسرائیلو مخالف معرفي کوي او د غزې په جګړه کې دوی ته د خلکو زیاتې سترګې ور اوړي تر څو خپله دُښمني ته د عمل جامې ورواغوندي. خو ایراني چارواکي ځان په دې خبرو خلاصوي چه ګواکې له افغانستانه به یې ملاتړ ته زیات استشهادیان ورشي.

دا چې موږ ټول مسلمانان یو او د نړۍ په هر ګوټ کې د مسلمانانو په درد دردیږو نو د مسلمان په حیث مونږ نه يوازي د غزې بلکې د هر مسلمان سره تر خپله توانه کومک او همکاري کوو.
اما بل پلو ایران چې لسګونه کلونه خلکو ته د اسرائیلو او امریکا د دُښمني لاپې وهلي، اوس یې وخت رارسېدلی چې خپلو خبرو ته د عمل جامې ور وراغوندي نو د نه عمل کولو او خپل مسؤلیت ته د شا ګرځولو لپاره د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت بهانه ګرځوي.
ایران هڅه کوي د خپل بام واورې په افغانستان ورواچوي او خلکو ته افغانستان هغه شان معرفي کړي چې په ۱۹۹۰ کلونو کې وو کوم چې د هر ملک د استخباراتو لپاره پکې ځانګړې ډلې فعالیت درلود چې الحمدلله اوس هغه افعانستان نه دی.
افغانستان اوس د یو اسلامي او خپلواک نظام څښتن دی چې هره پرېکړه یې د علماء کرامو او متدینو اشخاصو په واک کې ده.
اوس د هیڅ بهرنیو لاس وهنو ښکار نده او نه هم پکې څوک د نورو لپاره کار کولی شي. همدا وجه ده چې د افغانستان ګاونډیان د اور په تبۍ ناست دي او نه پوهېږي څنګه افغانستان یوځل بیا د تېرو ناخوالو او بدمرغیو مرکز وګرځوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version