د داعش په وده کې؛ دوه همغږي ګاونډیان

سلیم عمر

#image_title

د ایران او پاکستان ترمنځ رقابتي فعالیتونه له هیچا پټ نه دي، د ایران حکومت د پاکستان د مخالفینو یوه لویه برخه، چې آزادي غوښتونکي بلوڅان دي؛ په خپله خاوره کې ځای پر ځای کړل، چې په مسلح ډول د پاکستان سره په سرحدي سیمو، لکه سراوان، ایرانشهر، تفتان او نورو ښارونو کې اوسېږي او د پوځي روزنیزو کمپونو څخه برخمن دي، هر کله چې د ایران حکومت دوی ته د عملیاتو اجازه ورکړي، د پاکستان په ځینو برخو کې پوځي عملیات کوي.

 

له بلې خوا د پاکستان حکومت هم د ایران په وړاندې د ایران له سیاست څخه کار اخلي، د ایران د حکومت مخالفې ډلې؛ جیش العدل ته یې د ایران سره پر پوله په ښارونو کې ځای ورکړی، چې په آزاده توګه فعالیت کوي، ان تر دې چې جیش العدل ته یې روزنیز کمپونه چمتو کړي او فعالیتونه یې هم د پاکستان د حکومت له خوا اداره کېږي.

 

د پاکستان حکومت، جیش العدل ته په پنجګور، دیک سیمه، دالبندین، نوشکي، توربت او همدارنګه په تفتان ښارونو کې پراخې سیمې په واک کې ور کړي دي، جیش العدل په پاکستان کې د وسلو د وړلو، پر کورونو د چاپو او د عملیاتو د ترسره کولو بشپړ واک لري.

 

که څه هم جیش العدل، د پاکستان د مخالفې ډلې بلوڅانو سره توپیر لري او تر یوه حده د اسلامي جهاد پیروي کوي، خو کله چې د پاکستان لاسپوڅي رژیم دوی ته د خپلې خاورې یوه برخه په اختیار کې ورکړه؛ نو خامخا به د ایران د حکومت فعالیت ته ځواب او په وړاندې به یې متقابل غبرګون ښيي.

 

بل د پام وړ ټکی دا دی، چې د ایران او پاکستان د دولتونو د خپلمنځي اختلافاتو او رقابتونو سره-سره؛ د داعش په نوم یوه ستره او ویجاړونکې نړیواله پروژه، چې په اصل کې د سیمې د هېوادونو د استخباراتو له خوا رامنځته شوې او هر زبر ځواک هېواد ترې خپله ګټه پورته کوي؛ دوی یې په ګډه لوژستیکي او استخباراتي اکمال کوي، تر څو د اسلامي امارت او افغانستان د خلکو پر وړاندي د وژنې او ویجاړۍ لامل وکرځي.

 

د ترلاسه شویو شواهدو له مخې، د ایران د بلوچستان په یو شمېر ښارونو؛ لکه سراوان او ایرانشهر کې، د داعش پلویان له پروپاګند وروسته؛ خلک له خپلو لیکو سره یوځای کوي او د پوځي روزنې لپاره یې د پاکستان، بلوچستان سیمې ته استوي.

 

د څېړنو له مخې، د سراوان او پاکستان ترمنځ په څو سرحدي نقطو؛ لکه د کله کان، ناهوک، جالق او اسفندک سیمو کې، خلک په ښکاره د خلکو په منځ کې د داعش تبلیغات خپروي او بهرني افکارو ته وده ورکوي.

 

دا په داسې حال کې ده؛ چې د پاکستان او ایران حکومتونه تل له داعش سره د مبارزې ادعاوې، د خپلو تبلیغاتو سر لیک کرځوي او تل یې پر افغانستان او اسلامي امارت تور پورې کړی؛ چې له دغې وحشیانه ډلې سره په مقابله کې نه دي.

 

د ګاونډيو هېوادونو دا دروغجنې ادعاوې وروسته له هغه کېږي، چې د ا.ا.ا له خپلې واکمنۍ وروسته، له داعش سره مبارزه او له منځه وړل يې له خپلو اړتياوو څخه ګڼلي او د له منځه وړلو لپاره يې په لسګونه عمليات پيل او بريالي تر سره کړل.

هرماس الافغاني
Exit mobile version