داعش؛ د اسلامي امت یووالي او امنیت ته ګواښ! پنځمه برخه

غیاث‌الدین غوري

دغه تفرقه‌اچونه، د امت ګواښ او د خوارجو جنایتونه د دې ډلې د فاسدو افکارو او عقایدو پایله ده. له همدې امله د اهل سنت والجماعت او د خلکو کرکه د دې ډلې پر وړاندې راپارېدلې او د دوی د ماتې لامل شوې ده. ځکه چې د تاریخ په اوږدو کې، دا بهیر هېڅکله د مسلمانانو د وینې تویولو څخه ډډه نه ده کړې، بلکې د اسلام له دښمنانو څخه یې هم زیات ظلمونه کړي دي.

د دې ډلې یوه له څرګندو ځانګړتیاوو څخه تکفیر دی. دوی لومړی اختلافات، دښمني او تفرقه د عقیدوي اختلاف په بڼه وړاندې کوي او وروسته د مسلمانانو د یووالي او همغږۍ د ګډوډولو او بدنامولو لپاره هغوی تکفیر کوي یا د هغوی په عقایدو کې شک او تردید رامنځته کوي.

خوارج د تېر وخت او د تاریخ په اوږدو کې د مصالحو او مفاسدو د ناسمې ارزونې، تنګ‌نظرۍ او ناپوهۍ له امله د امت ترمنځ اختلاف او تفرقه رامنځته کړې او د تر ټولو ګمراه شویو ډلو له ډلې شمېرل کېږي.

ځکه چې دغه ګمراه (ضاله) فرقه د مصالحو او مفاسدو د سنجولو توان نه لري، لنډ‌ نظره ده او د عملونو پایلې نه سنجوي. د دیني نصوصو په اړه یې فهم سطحي او تحریف شوی دی او د واقعیت له درک بې‌برخې ده. له همدې امله یې د دین دښمنانو ته تر ټولو لوی خدمتونه کړي دي، لکه څنګه چې موږ په اوسني عصر کې لیدلي او شاهدان یو، د داعش خوارجو د ډلې رامنځته کېدل د اسلام دښمنانو لکه امریکا، اسرائیلو او نورو لپاره د سترې خوښۍ او بریا لامل ګرځېدلي دي.

په اوسني عصر کې، د اسلام دښمنانو د همدې فرقې (داعش خوارج) په توسط پر مسلمانانو تر ټولو سخت ګوزارونه وارد کړي او د اسلام د بدنامۍ او وېش لپاره یې اغېزمنه لار موندلې ده. وروسته له هغه چې امریکا د عراق په «ابوغریب» زندان کې د بندیانو د فکري مسخ کولو لپاره، د بې‌رحمانه ظلمونو او شکنجو تر څنګ، د هغوی ذهنونه د تکفیر پر لور واړول، وتوانېده له هغوی څخه د خپلو شومو اهدافو لپاره بشپړه ګټه واخلي.

په ۲۰۱۳ کال کې، کله چې ابوبکر البغدادي د دې ډلې مشر وټاکل شو، هغه ټول هغه مجاهدین، چې کلونه یې د کفارو، یرغلګرو او اشغالګرو پر وړاندې جهاد کړی و او د ټول اسلامي امت له لوري تائید شوي وو، تکفیر او مرتد اعلان کړل او د هغوی پر ضد یې د «جهاد» اعلان وکړ.

خلاصه دا چې، له هغه وروسته چې دا بې‌لارې (ضاله) ډله داعش خوارج راڅرګنده شوه، اسلامي امت یو ځل بیا له درنو ضربو او پراخې تفرقې سره مخ شو.
په ځانګړې توګه، مجاهدینو د هر وخت په پرتله ډېر زیانونه وګالل، په تېره بیا په عراق او شام کې، له هغو کسانو څخه چې ځانونه یې په ظاهره «مسلمانان» بلل.

Exit mobile version