تعریف یو دی، خو فکرونه مختلف دي

صفت الله سیاح

#image_title

په دنیا کې د ټولو شیانو مفهوم او تعریف ذکر شوی دی، د شرعي، عرفي او لغوي الفاظو تعریف او مفهوم واضح دی، هر لفظ او جمله چې ویل کيږي؛ د هغې خپل خاص مفهوم ذکر وي، خو البته فکرونه فرق کوي.

 

مثلاً د اشغال لفظ دی، که ټولې ډیکشنرۍ او د لغات کتابونه وکتل شي، په یوه ملک، خاورې او جغرافیه باندې داسې حمله کول؛ چې د هغه ځای خلک، قانون، دود او دستور تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ دې ته اشغال وایي.

 

خو! که دې اصل ته وګورو، نو بیا خو د عثمان رضی الله عنه په دور کې چې اوسني افغانستان ته کوم مسلمانان راغلل؛ ددې ځای د بودایانو خاوره یې ونیوله، خپل اصول، قران او حدیث یې په خلکو لازم کړل او تر ننه دا جغرافیه کې مېشت خلګ مسلمانان دي، خاوره اسلامي ده، د خلکو دود او دستور اسلامي دی، نو دې ته هم باید اشغال وویل شي؟!

 

نه! هېڅکله نه! وجه دا ده، چې هغوی دلته حق راوړ، که څه هم د تورې په زور راغلل؛ خو د خدای تعالی سپېڅلی کتاب قران او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سپېڅلي ارشادات احادیث یې راوړل، دلته یې خلګ له ګمراهۍ څخه هدایت، له تیارو څخه رڼا او له کفر څخه اسلام ته را وبلل؛ چې دا زمونږ لپاره تر یوم القیامة پورې سعادت دی.

 

مونږ ورته ځکه اشغال نه وایو؛ چې هغه دین، اصول او قوانین حق وو، مونږ ولې د انګریز، روس او امریکا یرغلونو ته، چې دلته یې کړي دي؛ اشغال او تجاوز وایو؟

ځکه چې د هغوی لارښونې، دود، دستور، قوانین او ضوابط په حقه نه و/دي، مونږ ور سره ونه منل او جهاد مو ور سره وکړ.

 

دیموکراتان، جمهورتیان او ملګري یې، ځکه د امریکا اشغال ته اشغال نه وایي؛ چې دوی ډېموکراسي یو حق دین بولي او د انسانیت د نجات او پرمختګ لامل یې ګڼي، دوی عقیده لري، چې امریکا دلته د دیموکراسۍ د خپرولو لپاره په حقه وه؛ چې راغلې وه.

 

لکه څنګه چې مونږ مسلمانان یو او د اسلام خپرول او تر نورو رسول په ځان لازم بولو؛ همداسې دیموکراتان هم د دیموکراسۍ تر نورو رسول او په خلکو منل؛ په ځان لازم بولي، دوی دیموکراسۍ ته اشغال نه وایي، بلکې د ودې او پرمختګ او له نورو سره د سیالۍ سبب یې ګڼي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version