افغانستان که د یرغلګرو هدیره؟

خاکسار پکتیاوال
لکه څنګه چې مونږ او تاسو ته معلومه ده، چې د افغانستان خاوره د تاریخ په اوږدو کې د هیڅ کوم چا په ضد نه استعمال شوې او نه هم د دې خاورې وګړو په بله خاوره باندې یرغل ور وړی، لکن همیش د بل چا له خوا دا خاوره اشغال او د هغوی غشي د دې خاورې په خوا شړل شوي وي، لکن دا خاوره بیا یو صفت لري، چې ډیری خاورې یې نه لري، هغه دا چې که یو چا ورباندې د ظلم لاس بر کړ، نو بیا دا خپلو زامنو ته امر کوي چې له هغوی سره داسې مبارزه وکړئ او داسې شکست ورکړئ، چې د هغوی لمسیان یې هم په ذهن کې وګرځوي او بیا هیڅ کله هم ددې خاورې په لور خپل ناپاک نظر را ونه ګرځوي، لکن د کافرانو خو همیش په دې ځای کې نصیب خراب وي، چې هر کله دوی غواړي دا خاوره اشغال کړي، نو هیڅوک یې ورته دا صفت نه ذکر کوي او بلآخره دوی پکې سرکوب او د تل لپاره دومره ذلیله شي چې د شرم سترګې بیا هیچا ته نشي ور پورته کولای، د دوی له جملې څخه شورویان هم وو، چې خپل بد نصیب د افغانستان خاورې ته راوستي وو، افغانانو ورته په ډیر ځله دا خبر تکراروله، چې مونږ له هیچا سره جنګ نه غواړو او تاسو بیرته د خپل وطن په لورې لاړ شئ، لکن د دوی په ذهنونو کې د فرعون او ابوجهل په شان غرور او لويي موجوده وه او په افغانستان یې خپل ناپاک جسدونه را داخل او د خپلو ناپاکو قدمونو لار یې ترې جوړه کړه.

دوی په دې خاوره کې د فساد او د بربادۍ ختمول مقصود نه، بلکې ددې خاورې ویجاړول او له مینځه وړل یې اصلي هدف او مقصود وو، نو ځکه خو یې د بېګناه افغانانو په وژلو، بندي کولو او شکنجه کولو باندې شروع وکړه او غوښتل یې چې افغانستان نور د ځمکې له مخ څخه ورک او افغانان بیا هیڅ کله هم د ژوند ساه وانه خلي، لکن دا چې افغانانو همیش له خپل دین وطن او ناموس څخه په کلکه دفاع کړې دا ځل هم د دوی په مخ کې د زمریو په شان محکم ودریدل او د الله تعالیٰ په نصرت یې دوی داسې زور او زیر کړل چې مجبور شول تر څو له دې خاورې څخه بیرته په شا وکوچیږي، نو یې خپلو اشخاصو ته د وتلو امر ورکړو او د تل لپاره د افغانستان له پاکې خاورې څخه ذلیل او رسوا ووتل او الله تعالیٰ دا ستر استقلال هم د افغانانو لپاره د تاریخ پاڼو ته وراضافه کړ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version