عابد احمدزی
مونږ او تاسو په شل کلن یرغل کې پخپلو سترګو ډېرې زیاتې ترخې منظرې ولیدلې، خپل افغانان مو د بګرام، ګوانتنامو، پلچرخي او ډېرو نورو زیاتو محبسونو کې د پنجرو تر شا کړیدل او ځوریدل او یو چا یې هم غږ نه اورېده.
داسې مورګانې مو هم تر سترګو شوې، چې د خپل ورک شوي زوی، په یاد کې یې د سترګو اوښکې وچې شوې او داسې پلرونه مو هم ولیدل، چې د زوی لپاره یې د یعقوب (علیه السلام) په شان د سترګو دید له لاسه ورکړ، مګر توپیر یې په دې ځای کې وو، چې یعقوب (علیه السلام) خپل ګران زوی پیدا کړ او د سترګو دید یې له پخوا هم تیز شو مګر افسوس! زمونږ د هېواد زیات پلارونه د خپلو زامنو په یاد کې آن تر مرګه همداسې پاتې شول.
بلآخره د دې شهیدانو او بندیانو وینو رنګ راوړ او امریکا په دې کفر شکن هېواد کې د خپل سر په کاسه کې اوبه وڅکلې او د اشغال لمبو ته یې د پای ټکی کېښود.
زیاتره پلارونو، مورګانو او خوږو خویندو په همدې بهانه ځانونو ته تسلي ورکړه، چې د خپلو زامنو او وروڼو ارمانونه مو پوره شول.
نو اوس تاسو پریکړه وکړﺉ!
آیا همدا پلارونه، مورګانې او د تللیو شهیدانو خورګانې او وروڼه به بیا د امریکا په لاس جوړې شوې شبکې (د موساد روزل شوي عسکرو) ته په خپل کور کې ځای ورکړي؟
نه!
هېڅ کله نه! اوس به په ګران هېواد کې د داعشي خوارجو په پټن ځایونو داسې پریکنده ګوزارونه تر سره کړي، چې هېڅ کله به یې پخوا لیدلي نه وو او ډېر ژر به یې له ګران افغانستان څخه د دوی دا ناپاکه نطفه ورکه کړي.
ان شاء الله.