أموي خلافت: (۲۱مه برخه) د حضرت علي کرم الله وجهه شهادت

د «صفین» د جنګ وروسته حالات د حضرت معاویة رض په ګټه و څرخیدل ، د أمیرالمؤمنین حضرت علي کرم الله وجهه په صف کي دننه تفرق او انشعاب ، او د خوارجو ظهور ، د حضرت علي رض مشغوله کیده په خوارجو باندي ، دا ټول هغه أسباب وه چي د حضرت علي رض صف یي ضعیف او کمزوری کړ ، په همدي وخت کي حضرت معاویة رض د عمروبن العاص رض په مشرۍ و مصر ته لښکر ولیږه او هغه یي تر خپل واک لاندي راوست.
حضرت علي رض ته د ټولو ستړیاوو او کوښښونو باوجود نه وو مقدر شوي چي ټوله عالم اسلام پر ځان را ټول او متفق کړي ، د خپل صف د داخلي مشکلاتو په وجه یي و نه کولای سوه چي و شام ته لښکر ولیږي ، خلاصه داچي په څلويښتم کال د هجرت د حضرت علي رض أو حضرت معاویة رض سره تر مینځ یوه معاهده وشوه چي عراق به دده وي ، او شام به د حضرت معاویة رض وي ، یو به و بل ته تعرض نکوي او نه به خپل لښکر د هغه بل د قدرت و ساحې ته ور دننه کوي.
په تیره برخه کي مو وویل چي وروسته تر دي چي حضرت علي رض و خوارجو ته شکست ورکړ ، له دي شکست وروسته دري خوارجو اتفاق سره وکړ چي دري کسان به وژني ، حضرت علي رض او حضرت معاویة رض او حضرت عمروبن العاص رض.
امام ابن جریر الطبري او نوره علماء د تاریخ فرمایي چي دري تنه د خوارجو لکه ابن ملجم الحمیري أو برک بن عبدالله التمیمي او عمرو بن بکر التمیمي ، سره را جمع سوه او خپل هغه أقرباء یي یاد کړه چي د حضرت علي رض سره په جنګ کي وژل شوي وه ، بیا یي سره وویل چي موږ نو د هغوی وروسته ژوند څه کوو ؟ راځئ چي دغه دري ګمراه شوي مشران (العیاذبالله) و وژنو ، هم به مو خپل انتقام اخیستی وي او هم به مو ښارونه له دوی څخه په أمن کړي وي ، ابن ملجم وويل چي علي بن أبي طالب پر ما دی ، زه به یي وژنم ، برک وویل چي معاوية بن أبي سفیان پر ما دی ، عمرو بن بکر وویل چي عمرو بن العاص پر ما دی ، پر همدي یي وعده سره واخیسته ، او یو او بل ته یي قسم وکړ چي تر هغو به نه پر شا کیږو تر څو چي مو هغه خپل متعین کس نه وي وژلی ، خپلې توري یي را واخیستلي او ۲۷ د روژي مبارکي د میاشتي یي و ټاکله چي هر یو به خپل سړی وژني.
ابن ملجم و کوفي ته ولاړ ، خپل حال او مقصد یي حتیٰ له خپلو خوارجو هم پټ وساته ، یوه ورځ دی د بني تیم د قبیلي د خلګو سره ناست وو ، د نهروان په جنګ کي د خپلو وژل سویو خوارجو ستاینه او یادونه یي کول چي یوه ښائسته او حسینه ښځه راغلل ، نوم یي قطام بنت الشنجة وه ، د نهروان په جنګ کي ددي پلار او ورور د حضرت علي رض د لښکر لخوا وژل شوي وه ، ابن ملجم چي کله ولیده په محبت او عشق کي یي واقع سو او بیا یي د نکاح مطالبه ورڅخه وکړه ، هغي ورته وویل چي دري زره درهم او یو غلام به راکوې ، او علي بن أبي طالب به وژنې ، ده ورته وویل په رب قسم چي زه و دې ښار ته راغلی د همدي لپاره یم.
نکاح یي ورسره وکړه او ورسره یو ځای شو ، هغي ښځې دی همیش و دې ته هڅاوه چي حضرت علي کرم الله وجهه په شهادت ورسوي ، او د وردان په نوم یو بل نفر یي هم ورسره ملګری کړ ، ابن ملجم یو بل ملګری هم د شبیب بن نجدة په نوم پیدا کړ ، دري کسان شوه ، کله چي د روژې میاشت را داخله شوه ابن ملجم وعده ورسره وکړه چي د روژې پر أوه ویشتمه د جمعي په شپه به سره یو ځای کیږو ، د همدي شپي وعده مي د خپلو هغه دوو نورو ملګرو سره کړې ده چي په همدي شپه به هغوی معاویة او عمرو بن العاص وژني او موږ به علي وژنو.
نو دا درې سره کسانو ، ابن ملجم ، وردان ، شبيب ، خپل توري را واخیستلي او په دي شپه راغله د هغې دروازې پر برابر کښیناستل له کومي چي حضرت علي رض د سهار لمانځه ته راوځي ، حضرت علي رض به وختي را وتی او د سهار لمانځه ته به یي د « الصلاة الصلاة » په ږغ سره خلګ را ويښه ول ، کله چي راووتی أول شبیب د توري واری ور باندي وکړ ، بيا ابن ملجم پر سر باندي وواهه ، د ابن ملجم د واري سره د حضرت علي رض مبارکي ویني پر ږیري باندي را ایله سوي ، په دي وخت کي خارجي ابن ملجم ورته وویل چي « لاحکم الا لله ، لا حکم لك يا علي » او حضرت علي کرم الله وجهه دا آیت شریف تلاوت کوی [ ﻭﻣﻦ اﻟﻨﺎﺱ ﻣﻦ ﻳﺸﺮﻱ ﻧﻔﺴﻪ اﺑﺘﻐﺎء ﻣﺮﺿﺎﺕ اﻟﻠﻪ ﻭاﻟﻠﻪ ﺭءﻭﻑ ﺑﺎﻟﻌﺒﺎﺩ ” [ اﻟﺒﻘﺮﺓ: 207] .
حضرت علي رض ږغ وکړ چي و یي نیسئ ، مګر شبیب وتښتیدی ، او وردان هم د تيښتي کوښښ وکړ خو د حضرموت د ښار یو سړی پسي ور ورسیدی او ځای پر ځای یي وواژه ، او ابن ملجم ژوندی ونیول سو ، په همدي سهار حضرت علي رض و جعده بن هبیرة ته امر وکړ چي و خلګو ته د سهار لمونځ ورکړي ، هغه و خلګو ته لمونځ ورکړ ، بیا یي حضرت علي رض و خپل کورته یووړ ، ابن ملجم یي ورته را ویست ، حضرت علي رض ورته وویل أی د الله دښمنه ما ستا سره احسان نه وو کړی ؟ هغه ورته وویل هو ، بیا حضرت علي رض وفرمایل که زه مړ سوم دی ووژنئ ، او که زه ژوندی پاته شوم بیا زه پوهیږم چي څه ورسره وکړم.
د جندب بن عبدالله په نوم یوه کس ورته وویل أی أمیرالمؤمنینه که ته شهید سوې موږ د حسن رض سره بیعت وکو ؟ ده ورته وویل چي نه مو أمر کوم او نه مو منع کوم ، تاسي هغه وخت ښه پوهیږئ چي څه باید وکړئ ، کله چي یي د ځکندن وخت سو نو د لا اله إلا الله کلیمه یي پر خوله ډیره جاري وه ، آخیرني الفاظ چي دده له مبارکي خولي څخه ووتل هغه دا ایت شریف وو [ﻓﻤﻦ ﻳﻌﻤﻞ ﻣﺜﻘﺎﻝ ﺫﺭﺓ ﺧﻴﺮا ﻳﺮﻩ ﻭﻣﻦ ﻳﻌﻤﻞ ﻣﺜﻘﺎﻝ ﺫﺭﺓ ﺷﺮا ﻳﺮﻩ” [ اﻟﺰﻟﺰﻟﺔ: 7, 8]

او هغه کس چي د حضرت معاویة رض د وژلو ذمه يي أخیستي وه (برك) هغه هم د سهار و لمانځه ته د وتلو پر مهال د خنجر واری پر حضرت معاویة رض باندي وکړ چي دده پر ورانه ولګید ، بیا خارجی ونیول شو او ووژل شو ، و حضرت معاویة رض ته طبیب وویل چي دا خنجر په زهرو لړل شوی وو ، یا دي په أور داغ کوم جوړ به شې ، او یا یو نوع شربت درکوم چي جوړ دي کړي مګر د شربتو دا منفي أثر دی چي أولاد به دې بیا نه کیږي.
حضرت معاویة رض ورته وویل په اور د داغیدلو توان نلرم ، او أولادونه مي دغه یزید او عبدالله بس دي ، بیا طبیب هغه شربت ورکړه ، حضرت معاویة رض روغ سو، مګر نسل یي قطع سو ، نور اولاد یي و نسو ، د همدي واقعي وروسته یي پر مسجد جامع باندي عسکر و درول چي د لمانځه په وخت کي به یي پیرداري کول.
او هغه کس چي د عمرو بن العاص وژل یي پر ذمه اخیستي وه (عمرو بن بکر) هغه هم د سهار د لمانځه پر وخت په کمین کي کښیناست ، مګر د الله تعالی اراده او تقدیر وو چي په دې ورځ عمرو بن العاص د مریضۍ په وجه لمانځ ته حاضر نسو ، د هغه د عسکرو مشر خارجة بن حبیبة ته أمر شوی وو چي لمونځ ورکړي ، عمر بن بکر د شپي په تیاره کي پر خارجة باندي حمله وکړه ، دده دا فکر وو چي عمرو بن العاص دی ، خارجة یي ځای پر ځای وواژه ، کله چي هغه قاتل ونیول شو باره یي وویل ( أردت عمرا و أراد الله خارجة ) ما خو د عمرو بن العاص ارداه کړي وه مګر الله تعالی د خارجة اراده کړي وه ، دا خبره یي په عربو کي ضرب المثل شوه ، بیا يي دی هم وواژه.
نور بیا….

لیکوال: عبدالرحمن محمود

المصادر :
– تاريخ الطبري.
– طبقات بن سعد.
– الدولة الأموية للصلابي.
– ﺃﺳﻤﻰ اﻟﻤﻄﺎﻟﺐ ﻓﻲ ﺳﻴﺮﺓ ﺃﻣﻴﺮ اﻟﻤﺆﻣﻨﻴﻦ ﻋﻠﻲ ﺑﻦ ﺃﺑﻲ ﻃﺎﻟﺐ للصلابي.
-البداية والنهاية لابن كثير

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version