د خوارجو په جګړو کې د امت مسلمه امام حضرت علي رضي الله عنه دی

لیکوال: مفتي حماس

نهمه برخه!

حضرت علي رضي الله عنه خوارجو ته په خطاب کې فرمايي:

الا ان لکم عندي ثلاث خلال ماکنتم معنا، لن نمنعکم مساجد الله ولا نمنعکم فيأ ما کانت ايديکم مع ايدينا ، ولا نقاتلوکم حتی تقاتلونا))
(رواه ابن ابي شيبة في مصنف.
رقم الحديث ۳۷۹۳۰)

ژباړه: خبردار! ستاسو لپاره زمونږ درې خبرې دي.
لومړی: د الله تعالی له مساجدو مو نه منعه کوو.

دوهم: تر څو چي له مونږ سره جهاد کوی غنيمت درڅخه نه ستنوو.

دريم: تر هغې جګړه او جنګ نه درسره کوو تر څو چې تاسو راسره جګړه ونکړی.

له همدې وجې کله چې خوارجو عبدالله بن خباب رضي الله عنه يې شهید کړ، نو علي رضي الله عنه لښکري پسې را ويستلي او جګړه يې پرې شروع کړه.
په همدې اساس عام فقهاء وايي: خوارج کافر نه دې تر څو چې د امام او مسلمانانو پر خلاف را وتلي نه وي امام به تعرض نه پرې کوي.

علامه شامي رحمه الله فرمايي: (فاءن کانو تکلمو بالخروج لکن لم يعزمو علی الخروج بعد ، فليس فللامام ان يتعرض لهم و حکم الخوارج عند جمهور الفقهاء والمحدثين حکم البغاة . و ذهب بعض المحدثين الی کفرهم . قال ابن المنذر ولا أعلم أحدأ وافق اهل الحديث علی تکفيرهم وهذا يقتضي نقل اجماع الفقهاء. ))
رد المختار ج ۴/ ص ۲۶۱_۲۶۲

ژباړه: که خوارج د راوتلو خبره وکړي او حال دا چې را وتلي نم وو نو امام ته روا ندی چې تعرض پرې وکړي.
د عامو فقهاوو او محديثنو په نزد خوارج د باغيانو حُکم لري. ځينې محديثين وايي:
خوارج کافر دي. ابن مُنذِر رحمه الله ويلي:
ما ته داسې کس معلوم نده، چې له محديثنو سره يې د خوارجو په کفر کې توافق کړی وي، نو له همدې څخه معلوميږي، چې له فقهاوو نه په دې مسئله کې اجماع نقل شوې ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version