سرچينې: د کابل کارته نو سیمه کې عملیات د خوارجو په وژل کېدو سره پای ته ورسېدل

المرصاد؛ (دوشنبه، ١٤٤٤/٧/٢٢ )

نن ماښام د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا په کارته نو سیمه کې عملیات ترسره شوې دي، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر داعش وژل شوي او نیول شوې دي.
المرصاد؛ ته یوې معتبرې سرچينې وويل: په يادو عملياتو کې چې د کابل په کارته نو سیمه کې ترسره شول، دوه تنه داعشي خوارج ووژل شول.
سرچينې زياته کړه؛ چې یو تن ټپي داعش ژوندی ونیول شو.
د یادو عملیاتو په اړه د اسلامي امارت ویاند؛ ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي : عملیات د خوارجو په یوه مهم ګروپ ترسره شوي، چې په وروستیو وحشیانه برېدونو کې یې لاس درلود.
د شنونکو په باور” داعش په افغانستان کې دننه ملاتړ نه‌ لري او استخباراتي پروژه ده، چې په افغانستان کې یې نور ریښې له منځه تللي دي” .
د یادونې وړ ده، چې په څو ورته عملياتو کې داعشیان سخت ځپل شوي دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version