د المرصاد په اړه د میوند تاثرات

داعش چې په اصل کې د امریکا جوړه شوې فتنه او د هغوی د استخباراتو په اشاره روانه پروژه ده، د دوی مقصد د مسلمان ملت له مېنځه وړل دي او خپله تکفیري مفکوره خورول دي، دوی شر اچونکي دي او نه غواړي، چې مسلمانان دې یو موټی او واحد قیادت کې را جمعه شي.

داعشي خوارج د امن دښمنان دي او تل یې په رڼا ګذارونه کړي.

د دوی په وړاندې د مسلمه امت ویښو زلمکیو خپلې سینې سپر ګرځولې، دوی یې نابود کړي او د دوی د ناروا تګلارې مخه یې نیولې، د داعشې فتنې مخه په افغانستان کې د اسلامي امارت اتلوالو زلمیو نیولې وه او اوس یې هم په وړاندې جهادي سنګر لله الحمد خورا محکم دی.

د المرصاد تر نامه لاندې یې په فکري ډګر کې هم خورا پیاوړی سنګر فعال کړی، وړمه ورځ مې یې چې ویب سایټ ولیدل او په ټولنیزو رسنیو کې مې یې په پراخه پېمانه مبارزه ولیده زړه مې خوشحال او د دوی دا کړنه مې په څو ځله وستایله، له دوی مې مننه وکړه، چې دا تشه یې ډکه کړه او دا سنګر یې را ژوندی کړ، د داسې یوې ادارې را مېنځته کول اړتیا وه، چې باید پوره شوې وای، له وختونو ورته انتظار وم، په پیل مې دادی نن سترګې یخې او زړه مې پرې خوشحال دی.

د المرصاد نوي فلم د الهجرة او منبع الجهاد یاد تازه کړ او هغه تنده مو پرې خړوبه شوه، له دوی څخه مو غوښتنه ده، چې یاده لړۍ وغځوي او دا فلمونه د پښتو ور هاخوا په نورو ژبو هم وړاندې کړي.

له متعال رب څخه ورته استقامت او بریا غواړم. 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version