یو داسې خیال چې هیڅکله به په حقیقت بدل نشي!

أبو جاوید

دلته د یوه ارمان لپاره مبارزه وشوه، داسې مبارزه چې د تاریخ پاڼو یې ښایي مثیل نه وي ثبت کړی، دا ارمان ترلاسه شو، د افغانستان په تمامه جغرافیه اسلامي نظام حاکم شو، د اشغال هغه لمن ټوله شوه چې د افغانستان په رنځورې جغرافیې هواره وه، یو داسې حریت راغی چې تر ننه یې تږو ارواوو لټون کاوه او پسې لالهانده وې.

خو شته ځیني معاصر فرعونیان، چې د دې ارمان د لوټلو هڅه کوي، دا کوښښ کوي چې زموږ په سر د حریت خور شال داغداره کړي، دا نن چې کوم لېونی د بګرام د نیولو چیغې وهي، دا هغه مغرور حاکم دی چې پرون یې خپل نړیوال وجاهت وبایلل، نن بیا غواړي د هماغه وجاهت اعاده وکړي، خو په کومه طریقه سره؟
د نظامي یرغل له لارې؟
که د سیاسي تعامل په ترڅ کې؟

که د لومړۍ لارې غوراوی کوي، نو دا به د یوې ناکامې تجربې بیا تکرار وي، نه یوازې دا چې د تېر بایللي وجاهت اعاده به نه وي، بلکې نور به یې هم نړیوال حیثیت خراب شي، ځکه دا خاوره ښایي په لومړي ځل استعمار شي، خو د استعمار د ساتنې او بقاء استعداد تر اوسه هیڅ استعمارګر ندی موندلی، که څه هم د ټکنالوجۍ او معاصر قوت سرلاری وي.

که د سیاسي تعامل هیله لري، نو بیا اړینه داده چې قائم قیادت تر هرڅه لومړی وپېژني، زه حیران یم، چې څنګه له هغه قیادته ددې ستر تعامل توقع لري، کوم قیادت چې د یوه مېلمه په سر تمام قیادت قرباني کړ، څنګه له هغه قیادته د خیانت تمه لري، کوم قیادت چې دوه لسیزي د همدې لپاره مبارزه وکړه.

دا بیخي محاله ده چې قائم قیادت دي د بګرام په سر له ټرمپ سره معامله وکړي، د یاد قیادت دریز بیخي روښانه دی، له امریکا یې غوښتي چې د دوحې تړون ته پابند پاته شي، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ځواک څخه کار وانخلي، دا راز د افغانستان په کورنیو چارو کې دي مداخله نه کوي.

د امارت دریځ خورا معقول دی، په عین حال کې امریکا ته د تیرې ماتي ورپه زړه کول هم دي، ویلي یې دي: د تېرو ناکامو تجربو پرځای باید عقلاني او واقعبینانه تګلاره خپله شي، امریکا که سیمه‌ییز رقابتونه پالي، که بله کومه موخه لري، خو پوره به نشي، موږ خپل منافع لرو، چې تر ټولو لومړی یې ځمکنۍ بشپړتیا ده، چې دا به په هیڅ صورت معامله نه کړو.

باګرام د افغانستان برخه ده، یوه قیمتي برخه، چې په هیڅ قیمت به پردۍ نشي، په هیڅ صورت به خرڅه نشي، دلته افغان اولس د خارجیانو له شتون سره مبارزه وکړه، جهاد یې وکړ، او ویې ایستل، اوس به په کوم عقل بیرته د خارجیانو وجود ته لابي کوي؟ پکار ده چې د دې اولس په نبض ځان پوه کړل شي، احساسات یې درک شي، دې اولس که امریکایي اډې غوښتلای بیا یې دا شل کاله مبارزه نه کوله، امریکا له دې خاورې نه تېر ځل څه وړي نه به داځل کومه ډکه پیاله ترې یوسي.

Exit mobile version