د يهودانو د صفاتو په لړۍ کې به نن د هغوی يو بل صفت وپېژنو.
۶- د بېګناه انسانانو وژنه
د يهودانو له ناوړو کړنو څخه یوه بله د بېګناه انسانانو وژنه ده؛ هغه عمل چې د هغوی په چلندونو کې ژوره تاريخي ريښه لري. دا ځانګړنه په هغوی کې کومه نوې او ناڅاپي پديده نه ده، بلکې د هغوی پخوانيو قومونو هم دغه ناوړه کړنه درلودل، لکه څنګه چې په لاندې کرښو کې به دا موضوع روښانه شي.
يهودانو د الله جل جلاله يو شمېر غوره بندګان، يعنې انبيا عليهم الصلاة والسلام، علما کرام او نور صالح اشخاص د تاريخ په اوږدو کې په شهادت رسولي دي. الله جل جلاله په قرآن عظيمالشان کې بيا بيا دا حقيقت روښانه کړی دی چې يهود په همدې ناوړه صفت اخته دي، لکه څنګه چې فرمايي:
﴿إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الَّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ﴾ (سورة آل عمران)
ژباړه: بېشکه هغه کسان چې د الله له آيتونو انکار کوي، انبيا په ناحقه وژني او هغه خلک له منځه وړي چې د عدل امر کوي، نو هغوی ته د دردناک عذاب زېرى ورکړه.
بل ځای الله تعالی فرمايي: ﴿وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ﴾ (البقرة: ۶۱)
ژباړه: «او هغوی به پېغمبران په ناحقه وژل.»
شيخالاسلام ابن تيميه رحمه الله فرمايي: بني اسرائيلو د انبياوو وژنه يو ځل نه، بلکې څو څو ځله کړې ده، او دا د هغوی د سرغړونې څرګند دليل دی.
همدارنګه الله جل جلاله په سورت آل عمران کې فرمايي چې پر يهودانو د الهي غضب د نازلېدو لامل دا و چې هغوی انبيا او بېګناه انسانان وژل: ﴿ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ﴾ (آل عمران: ۱۱۲)
ژباړه: «دا ځکه چې هغوی د الله له آيتونو انکار کاوه او پېغمبران يې په ناحقه وژل.»
شاه وليالله دهلوي رحمه الله فرمايي:
د بني اسرائيلو په تاريخ کې د زور، وژنو او د حق د مخالفت ګڼې بېلګې شته، چې قرآن، سنت او د تاريخ کتابونه پرې شاهدان دي.
د سيرت په کتابونو کې راځي چې يهودانو دا نيت درلود چې نبي عليه الصلاة والسلام هم په شهادت ورسوي، خو تر دې مخکې چې خپل دا شوم نيت عملي کړي، الله جل جلاله د هغوی دا هڅه شنډه کړه. څرنګه چې نبي عليه الصلاة والسلام يوه ورځ له خپلو ځينو اصحابو سره د بني نضير د قبيلې د يو کور د دېوال تر سيوري لاندې ناست و، هغوی پرېکړه وکړه چې له پاسه پرې يوه لويه تيږه وغورځوي، خو الله تعالی خپل محبوب پېغمبر صلی الله علیه وسلم د جبرئيل امين عليه السلام په وسيله له دې توطئې خبر کړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم سمدستي له هغه ځايه پورته شو او خپل کور ته ولاړ، او په دې توګه دا ناوړه دسيسه تر عملي کېدو مخکې شنډه شوه. وروسته د بني نضير غزا رامنځته شوه.
په معاصر تاريخ کې هم يهودانو داسې ظلمونه او تېرۍ ترسره کړي دي چې بېسارې بلل کېږي. هغوی ماشومان، حامله ښځې، بېدفاع او مظلوم انسانان په نښه کوي، او نړيوال سازمانونه نه يوازې چوپ پاتې دي، بلکې په عملي ډول د هغوی ملاتړ هم کوي.
