په پاکستان کې روانه ناامني اوسنۍ نه ده؛ دا تقریباً د پروېز مشرف له وخته شروع شوې ده. راځئ پوه شو چې څنګه هغه پاکستان، چې یو وخت ورته د اسلام قلعه ویل کېده، نن مسلمان ځوانان پکې د الجهاد او غزا نارې وهي. دا جګړې تقریباً دوه نیمې لسیزې عمر لري. دېرش کاله مخکې ولې د پاکستان پر پوځ د جهاد ناره نه پورته کېده؟
دېرش کاله مخکې هم افغانستان او هند همدا ګاونډیان وو؛ نو ولې یې هغه وخت مداخله نه کوله؟
هند د پاکستان له پیدایښته دښمن دی؛ که رښتیا هم دا د هند او افغانستان لاس وهنه وي، نو ولې دېرش کاله مخکې دا کار ناشونی و؟ راځئ لږ حقیقت ته متوجه شو.
د پاکستان ناوړه سیاستونو د پاکستان ولس دې ته مجبور کړ چې په عقیدوي لحاظ د پاکستان د پوځ پر ضد جهاد شروع کړي، چې پیل یې پروېز مشرف وکړ. هغه پاکستان چې د اسلام قلعه بلل کېده، عربي هېوادونه پرې د اسلام په نوم نازېدل، خو د دې هېواد پوځي مشر پروېز مشرف د څو ډالرو لپاره د مسلمان او مجاهد هېواد افغانستان پر ضد د صلیبیانو سره یو شو او امریکایانو ته یې پوځي اډې ورکړې.
ښه، په کوم قانون پاکستان حق درلود چې د ډالرو لپاره د ګاونډي مسلمان هېواد پر ضد د هغه دښمنانو ته ځای ورکړي؟ ایا دا د مسلمان کار دی چې د پیسو لپاره د مسلمان پر ضد د کفارو ملاتړ وکړي؟
پاکستاني علما دې ځواب ورکړي: ایا په شریعت کې یو مسلمان ته اجازه شته چې د بل مسلمان پر ضد د حربي کافر ملاتړ وکړي؟
د نړۍ په کوم مسلمان یا کافر هېواد کې تر اوسه داسې شوي چې د یوه هېواد سفیر لاس تړلی د هغه هېواد دښمنانو ته وسپارل شي؟ ایا دا په اسلام او کفر کې جواز لري؟
عجیبه دا ده چې پاکستان یوازې دا ادعا کوي چې د پاکستان دښمنان په افغانستان کې دي، حال دا چې هېڅ ثبوت نه لري، خو بیا هم په همدې تشه ادعا پر افغانستان بریدونه جواز ګڼي. برعکس، د افغانستان دښمنان او کفار د ټانکونو او طیارو سره په پاکستان کې مېشت وو، او له هغه ځایه هره ورځ افغانستان ته راتلل او بریدونه یې کول. شل کاله پاکستان د ډالرو په بدل کې همدغو کفارو ته د افغانستان پر ضد لاره ورکړې وه، خو بیا هم ځان ملامت نه بولي. تر ټولو عجیبه دا ده چې اوس هم پاکستان امریکایانو او کفارو ته خپله فضا د افغانستان پر ضد په کرایه ورکړې ده؛ هره ورځ امریکايي طیارې د دوی له اسمانه افغانستان ته ځي.
پروېز مشرف نور څه وکړل؟ پروېز مشرف داسې کارونه وکړل چې د پاکستان بېسواده ولس هم پوهېږي چې د پاکستان د پوځ پر ضد جهاد فرض دی. پروېز مشرف او پاکستاني پوځي رژیم خپله لور او ناموس، عافیه صدیقي، د ډالرو په بدل کې کفارو ته وسپارله. دا خپله د دوی پر ضد د جهاد د فرضیت دلیل وګرځېد. هو، په پاکستان کې به د ګوتو په شمېر کسان د ناموس د خرڅلاو پروا ونه کړي، خو د پاکستان اکثریت مسلمان ولس ته ناموس تر ډالرو، بلکې تر خپل ځان هم مهم دی.
پروېز مشرف د همدې پوځ په واسطه، چې ځان مسلمان بولي، لال مسجد او حفصه مدرسه شهیده کړه، لسګونه بېوسلې حافظان او حافظانې یې شهیدان کړل.
یو غلط فهم چې د امریکا غلامانو درک نه کړ، دا و چې اسلامي امت هېڅکله د کفارو اشغال نه مني. دا غلطي د افغانستان جمهوریت هم کوله؛ کفارو ته یې اجازه ورکړې وه چې د ملت پر ضد بمبار وکړي. کله چې مسلمانانو مقاومت وکړ، نو ویل به یې چې دا د پاکستان لاس وهنه ده، همدا کار پروېز مشرف او پاکستاني جنرالانو هم وکړ. پر قبایلي سیمو یې د ډالرو لپاره امریکا ته د بمبار اجازه ورکړه. زرګونه قبایلي ولس یې شهیدان کړل، خپله پاکستاني پوځ هم خیبر پښتونخوا بمباروله، کورونه یې وران کړل، بازارونه یې وسوځول.
پاکستاني پوځ په لکونو قبایلي خلک مهاجر کړل. اوس چې هغوی عکسالعمل ښيي، پاکستان یې د نورو هېوادونو لاس وهنه بولي. پاکستاني پوځ په قبایلي سیمو کې په لکونو کسان ژوندي ورک کړل، زرګونه مسجدونه او مدرسې یې تخریب کړې. پاکستاني جنرالانو د خپلو شخصي ګټو لپاره نه یوازې اسلام او اسلامي شعایر وپلورل، بلکې هر هغه څه یې وپلورل چې جیبونه یې ډکول. د امریکا په ډالرو دومره مست شول چې اوس خپلې کرلې ریبي.
د بدنام انسان ایپسټین په اسنادو کې راغلي چې عمران خان د غرب او اسراییلو ګټو ته خطر دی. نن وینو چې پاکستاني پوځ عمران خان زندان ته اچولی، چې دا د سیاسي بېثباتۍ لوی لامل دی. پاکستاني رژیم په زرګونو بلوچ ولس ژوندي ورک کړل. بلوچانو اول سولهییز لاریونونه کول، خو پوځ د ډالرو په نشه کې هغوی ته په سپکه کتل؛ نو بلوچان مجبور شول وسله واخلي. د خیبر پښتونخوا ولس هم اول مظاهرې کولې، خو پوځ هغوی نظامي مقاومت ته مجبور کړل.
لنډه خلاصه
پاکستاني پوځ د لاندې جنایتونو له امله ولس د ځان پر ضد جګړې ته وهڅاوه:
۱. پوځ او جنرالانو ځان غرب او امریکا ته د خپلو مسلمانو خلکو او ګاونډیو هېوادونو پر ضد په کرایه ورکړ.
۲. پوځ خپله فضا، پوځي مرکزونه او دین کفارو ته وپلورل.
۳. د غرب په اشاره یې خپل ولس وواژه، مهاجر یې کړ او ناموسونه یې لیلام کړل.
۴. سیاسي ګوندونه یې وځپل، علما او سیاستوال یې شهیدان کړل.
۵. د کفارو سره سوداګري او د ولس سره فساد، رشوت، ظلم، اختطاف او وژنې یې وکړې.
پاکستاني پوځ اوس هم دې شخړو ته خوشحال دی، ځکه د دوی شخصي ګټې پکې خوندي دي.
دا چې ولې پاکستان د افغانستان سره په مذاکراتو کې ملامت دی، دا به په بله برخه کې تشریح کړو.
