په وينو خړوبه شوې خاوره، د حماسو سمندر!

اسد افغان

اې د تاریخ زرینو پاڼو! د دې خاورې هرې ډبرې د سرښندنې وینې څښلې دي، هره څپه د اتلانو کیسې وایي. دلته د تورې شرنګ د آزادۍ سرود دی او د غازیانو انګازې د غرونو په درو کې تر نن ورځې غږېږي.

له میرویس نیکه تر احمدشاه بابا، دا خاوره د داسې اتلانو ټاټوبی ده چې د پردیو توپونو نه شول خاموشولای، دوی د دين، عزت، کلتور او ناموس د ساتنې په لار کې د نړۍ سترې امپراتورۍ د خاورو سره خاورې کړې، د بابر توپونه، د مغلو غرور او د انګرېز تور استعمار ټول د افغانانو د ایمان په باروتو ټوټه ټوټه شول، دې ملت هېڅکله د غلامۍ زنځیر ته غاړه نه ده ایښې.

کله چې د شوروي زغره وال ټانګونه په غرونو کې غړمبه شول، د غرو زلمیو په سپکو وسلو او د زړه په اور د نړۍ زورور پوځ مات کړ، د شهیدانو وینې د وطن د خپلواکۍ د ګلانو د اوبو څاڅکي شول.

او کله چې د امریکا او د ناټو تر ټولو دروند پوځ په دې خاوره راکوز شو، د افغان غازیانو ایمان او د فدايانو قربانۍ د هغوی غرور د خاورو سره خاورې کړ، د دوی زرګونه میلیارده ډالر، پرمختللې وسلې او ټکنالوژي د افغان مجاهد د تکبیر په وړاندې ماته وخوړه او دا خاوره یو ځل بیا د آزادۍ په وینو رنګینه شوه.

ملا محمد عمر مجاهد، هغه زاهد او زړور رهبر، د خپل ایمان په قوت د نړۍ د زبرځواکانو پر وړاندې د ننګ بیرغ ورپاوه، هغه د قومونو سترګې راویښې کړې او د غازیانو زړونو ته یې د فتحې رڼا ورکړه، شهید ملا اختر محمد منصور تقبله‌الله د هغه په قدم کې قدم کېښود، په تودو وینو یې د ملت مشري وکړه، د آزادۍ لمبې یې لا پیاوړې کړې، د دين او عزت ساتنې لپاره یې ځان قربان کړ.

دا خاوره د شهیدانو په وینو خړوبه شوې ده، د میرویس نیکه د ننګ کیسې د سپین غر په بادونو کې سندرې دي، د احمدشاه بابا د تورې انګازې د کندهار د شملو په شور کې ژوند کوي او د معاصرو مجاهدینو نومونه د تاریخ په تلپاتې زرينو کرښو لیکل شوي دي.

اې ځوان نسله! ته د هغو اتلانو وارث یې چې د نړۍ زورور یې په ګوڼډو کړل. ستا په رګونو کې د غازیانو وینه ده، ستا په زړه کې د حماسو لمبه بلېږي. نن د قلم، علم او پوهې په ډګر کې د همدې ننګ دوام ته اړتیا ده.

که پرون د توپک شپېلۍ غږېدې، نن د کتاب پاڼه ستا وسله ده. که پرون سنګر د غره په څوکه جوړ و، نن ستا سنګر د پوهنتون په ټولګي کې دی. خو د غیرت او عزت پیغام باید هېڅکله له منځه لاړ نه شي، راځئ چې د خپلو تاریخ اتلان د ستورو په څېر لارښود وګرځوو، د ایمان په رڼا کې ګام واخلو، د دين او د خاورې عزت د تل لپاره وساتو. دا خاوره د سرښندونکو وطن دی او هره څپه یې د حماسو سمندر دی.

Exit mobile version