۳- د الله تعالی په لار کې د جهاد پرېښودل
یو له هغو بنسټیزو ستونزو څخه چې د امت د پرمختګ مخه یې نیولې او د اسلامي امت د بدلون او ځواک د زوال لامل شوې ده، همدا د جهاد پرېښودل او د اسلامي هېوادونو د طاغوتي او کفري دولتونو تر واک، سیطرې او استعمار لاندې راتلل دي.
په حقیقت کې، مسلمانانو د جهاد په ځواک وتوانېدل چې د رحمت للعالمین او وروستي پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم مبارک پیغام د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوي. جهاد د مسلمانانو لپاره د قوت، عزت او بریا ستره وسیله ده؛ د جهاد په برکت ټولنه له فساد، ذلت او نورو مهلکو ناروغیو څخه ژغورل کېږي.
تر هغه وخته چې مسلمانانو د جهاد وسله په لاس کې لرله، د نړۍ پر ډېرو برخو واکمن وو، پر دښمنانو به پرلپسې غالبېدل او د اسلام د نوم په اورېدو سره به دښمن لړزېده او هېڅکله یې د مسلمانانو پر ځورولو او ظلم جرأت نه درلود؛ ځکه جهاد د اسلام تر ټولو لوړه څوکه ده او د اسلام د لومړیو زمانو د مجاهدو مسلمانانو په برکت زموږ نیکونو او د امت ستر شخصیتونو عزت، مشري او تمدن ترلاسه کړ او په هر ځای کې د خپلو دښمنانو پر وړاندې بریالي وو.
خو له هغه وخته چې د جهاد توره پر ځمکه کېښودل شوه، مسلمانان ورو ورو کمزوري، ناتوان، ذلیل او مغلوب شول. نن ورځ هغوی آن د خپل دین، عزت، ناموس او اسلامي خاورو د دفاع توان نه لري او د هغو مظلومو مسلمانانو ملاتړ هم نه شي کولای چې پر هغوی ظلم او تباهي تپل شوې ده.
کافرو د مسلمانانو پراخې سیمې ټوټې ټوټې کړې، هغوی یې په کوچنیو دولتونو وویشل، د الله تعالی جلجلاله قوانین یې د غیر اسلامي قوانینو پر ځای بدل کړل، داسې تعلیمي نصابونه او پروګرامونه یې وضع کړل چې د اسلام د بچيانو ایمان او عقیده له منځه وړي، او هغه څوک چې د خپل دین، ځمکې، آزادۍ او استقلال د دفاع لپاره ودریږي، د «ترهګر» په نوم ياديږي.
لنډه دا چې جهاد د اسلام له بنسټیزو ستنو څخه دی او له هغه وخته چې مسلمانانو دا ستره فریضه پرېښې ده، ذلت او ناتواني ورسره ملګرې شوې ده. که چېرې د جهاد روحیه یو ځل بیا د مسلمانانو په زړونو کې راژوندۍ شي او دا بهرنی او داخلي استعمار که هغه سیاسي وي، یا پوځي او که اقتصادي—له خپلو ټولـو بڼو سره وشړل شي او په خپلو ځمکو، مالونو، فکرونو او وجدانونو باندې خپلواکي او حاکمیت بېرته ترلاسه کړي، څه به پېښ شي؟
یوازینی لاره چې کولای شي د مسلمانانو عزت، وقار او خوښي بیرته را ژوندۍ کړي او د نړۍ له مظلومو مسلمانانو څخه د تپل شویو ظلمونو غچ واخلي، همدا جهاد دی. د اسلام اولادونه باید د جهاد په روحیه وروزل شي، تر څو سبا وکولای شو د خپلو نیکونو له لاسه وتلی میراث یو ځل بیا ترلاسه کړو.
