د افريقا په ختيځ کې د داعش د صوماليه څانګه چې د (ابناﺀ الخلافه) په نامه هم يادېږي، د ۲۰۱۵م کال په اکتوبر کې د الشباب جهادي غورځنګ يو غړی عبدالقادر مؤمن، چې په خپل صف کې متشدد او اختلاف کونکی کس بلل کېده. د نوموړي په مشرۍ؛ چې په پوټلينډ نيمه خپلواکه سيمه کې يې فعاليت کاوه، له خپلو نالوستو او سر ناخلاصه ملګرو سره جلا او په يوه ويډيويي پيغام کې يې د داعش د هغه وخت له مشر ابوبکر البغدادي سره بيعت وکړ.
دا بيعت د داعش د صوماليه څانګې د جوړېدو پيل وو.
امنیتي تحليلګران وايي، هغه مهال په صوماليه کې د الشباب جهادي غورځنګ پر مخ او ګړندی روان وو، چې د افريقا لويې وچې مرکزي حکومت او د بهرنیو استخباراتي سازمانونو په همغږۍ او مشورو وروسته يې په دغه هیواد کې د جهادي حرکتونو د مخنيوي لپاره، د عبدالقادر په مشرۍ دغه ډله د اوږد مهال وخت لپاره را پورته او د داعش له مرکز شام سره يې په تماس کې کړه.
د دې بيعت وروسته، دا څانګه په پيل کې کوچنۍ وه. د الشباب جهادي غورځنګ او د نورو مسلمانانو سره يې سختې جګړې کولې؛ خو د ۲۰۱۷م په ډیسمبر مياشت کې د داعش مرکزي قيادت، دا ډله په رسمي ډول د خپل ولایت په توګه ومنله او د “ولاية الصومال” په نوم يې ونوموله.
دا ډله په عمده ډول، په پوټلينډ (شمال ختيځه صوماليه) په ځانګړې توګه، د باري په غرنيو سيمو کې فعالیت کوي.
د داعش صوماليه څانګه په تېرو کلونو کې نسبتاً کمزورې وه؛ خو په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کې يې بيا پياوړتيا او فعالیت ښکاره کړ. د بيا راپورته کېدو اصلي علتونه يې خورا مهم دي، چې په لاندې ډول يې خلاصه کوو:
لومړی: د صوماليه کمزورې مرکزي حکومتولي او دوامداره سياسي بې ثباتي د داعش لپاره يو مناسب چاپيریال برابروي. په خاص ډول په پونټلينډ سيمه کې، چې نيمه خپلواکه ده، حکومتي کنټرول کمزوری دی، قبيلوي شخړې زياتې دي او اقتصادي ستونزو خلک په نا اميدۍ کې اچولي. داعش دا تشې د ځان لپاره یو فرصت ګڼي، خلک استخداموي او او خپل حضور پياوړی کوي.
دويم: په صوماليه کې د داعش ډلې د بهرنیو جنګیالیو شمېر ډېر زيات شوی دی، شاوخوا ۶۰ سلنه جنګیالي بهرنيان دي، دا بهرنيان له نورو افريقايي او د سیمې له هیوادونو څخه راځي، چې د داعش لپاره يو پياوړی او منظم ځواک جوړوي. دغه راز د داعش مشر عبدالقادر مؤمن چې له پخوا راهيسې په صوماليه کې دی، د نړيوال داعش په مشرتابه کې مهم رول لوبوي، چې دا هم د دې ډلې لپاره مالي او لوژستيکي ملاتړ بلل کېږي.
دريم: داعش ډله په پونټلينډ کې د اکستوريشن ( اجباري ټيکس) او حتی د کريپټو اسعارو له لارې قوي مالي سرچينې ترلاسه کړي دي. دوي له سوداګرو او شرکتونو څخه مياشتنۍ پيسې اخلي، که يې څوک و رنه کړي ګواښوي یې او يا بريد پرې کوي.
د بيلګې په توګه، په ۲۰۲۴م کال کې يې په بوصاصو ښار کې ځيني لوي روغتونونه او شرکتونه ددې له امله تړلي وو، چې پيسې يې نه ورکولې. د غربي نهادونو او د ملګرو ملتونو راپورونه وايي، چې داعش په صوماليه کې میليونونه ډالر له سوداګر، شرکتونو، وارداتو، مالدارۍ او زراعت څخه د اجباري ټيکس يا زکات په نوم راټولوي، چې دا پيسې د جنګیالیو معاش، وسلو او استخدام لپاره کارول کېږي.
څلورم: د الشباب جهادي غورځنګ سر سيالي او په عين وخت کې د سيمې نا امني (لکه د غربي ځواکونو کم حضور او اټميس ماموریت بدلون) د داعش لپاره يو فرصت پيدا کړی دی. داعش که څه هم د الشباب جهادي غورځنګ په نسبت کمزوری ښکاري؛ خو د داعش د نړيوالې شبکې سره د پيوستون له امله مالي او عملياتي ګټې ترلاسه کوي، چې دې کار يې هم وده چټکه کړې ده.
