په خوارجو کې څه تېرېدل؟
ليکوال: مولوي ابو ولید
طبری رحمه الله وایي : «ثُمَّ اجتمعوا فِي منزل شريح بن أوفى العبسي، فَقَالَ ابن وهب: اشخصوا بنا إِلَى بلدة نجتمع فِيهَا لإنفاذ حكم اللَّه، فإنكم أهل الحق قَالَ شريح: نخرج إِلَى المدائن فننزلها، ونأخذ بأبوابها، ونخرج منها سكانها، ونبعث إِلَى إخواننا من أهل الْبَصْرَة فيقدمون علينا فَقَالَ زَيْد بن حصين: إنكم إن خرجتم مجتمعين اتبعتم، ولكن اخرجوا وحدانا مستخفين، فأما المدائن فإن بِهَا من يمنعكم، ولكن سيروا حَتَّى تنزلوا جسر النهروان، وتكاتبوا إخوانكم من أهل الْبَصْرَة قَالُوا: هَذَا الرأي. وكتب عَبْد اللَّهِ بن وهب إِلَى من بِالْبَصْرَةِ مِنْهُمْ يعلمهم مَا اجتمعوا عَلَيْهِ، ويحثهم عَلَى اللحاق بهم، وسير الكتاب إِلَيْهِم، فأجابوه أَنَّهُمْ عَلَى اللحاق بِهِ. فلما عزموا عَلَى المسير تعبدوا ليلتهم- وكانت ليلة الجمعة ويوم الجمعة- وساروا يوم السبت، فخرج شريح بن أوفى العبسي وَهُوَ يتلو قول اللَّه تعالى: ﴿فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ٢١ وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَاءَ مَدْيَنَ قَالَ عَسَى رَبِّي أَنْ يَهْدِيَنِي سَوَاءَ السَّبِيلِ٢٢﴾ [القصص: 21-22]».
ترجمه: «بیا خوارج د شریح بن أوفی العبسی په کور کې سره راغونډ شول عبد الله بن وهب الراسبی (چې د خوارجو امیر ټاکل شوی و )وې ویل: یو ښار مشخص کړی چې سره را غونډ شو او د الله حکم هلته تنفيذ کړو، ځکه چې تاسې اهل حق یاست.
شریح بن أوفی العبسی وویل: مدائن ته ځو او هلته پړاو اچوو دروازې یې پخپل کنترول کې راولو او اوسېدونکي یې بهر وو او بیا پخپلو وروڼو پسې مو اهل بصرې ته (قاصد ) لیږو تر څو له مونږ سره یو ځای راشی.
زید بن حصین وییل: که چیرې په یو ځای سره بهر لاړ شی تاسې تعقیب وي، نو یو یو په پټه لاړ شی، او أما مدائن! نو پوه شی داسې کسان هلته دي چې د تاسې د ورود مخه نیسی، د مدائن پر ځای پل نهروان ته لاړ شی او له هغه ځای خپلو وروڼو اهل د بصرې ته لیک ولیږي.
وې ویل: دا یو ښه نظر دی.
او عبدالله بن وهب خپلو طرفدارانو ته بصرې ته لیک ولیکه او هغوي ته یې خبر ورکړ چې پر څه باندې او چېرې راجمع شوي دي او هغوي یې له ځان سره د یو ځای کیدو لپاره تشویق کړل، د بصرې خلکو په یوه لیک کې ځواب ورکړ او د هغوي درخواست یې اجابت کړ او وې ویل چې له دوي سره یو به ځای شی.
کله یې چې نهروان ته د تلو قصد وکړ د شپې یې عبادت وکړ ــ هغه شپه د جمعې شپه وه ــ، او په سبا یې یعنې د شنبې په ورځ یې(په انفرادی او مخفیانه توګه) حرکت وکړ.
شریح بن أوفی العبسی په داسې حال کې چې د الله (جَلَّ جَلَالهُ) دا آیت یې تلاوت کاوه بهر لاړ : ﴿فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ٢١ وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَاءَ مَدْيَنَ قَالَ عَسَى رَبِّي أَنْ يَهْدِيَنِي سَوَاءَ السَّبِيلِ٢٢﴾ [القصص: 21-22]
«د دې خبر له اورېدلو سره سم موسى (ع) وېرېدی او په څارنه څارنه اندېښمن ووت او دا دُعا یې وکړه: “اې زما ربه! ما له ظالمانو څخه وژغوره.(۲۱)(له مصر څخه د وتلو په حال کي) چي كله موسى (ع) د مدين خوا ته مخه کړه، نو ویې ويل: “هيله ده چي زما رب ما پر سمه لاره سيخ کړي.”»
تاریخ الطبری (ج 5 ص 75)
تاسې فکر وکړي چې شریح بن اوفی العبسی خارجی گمراه څرنګه خپله ګمراهي
هدایت بولی او نهروان ته د مخفیان هجرت پر مهال یې کوم آیت تلاوت کړي دی!
او وګوري چې څرنګه د قران په تلاوت او تعبد کې غرق و او په څرنګه د الهی نصرت لپاره منتظر وو خو د رَسُول الله (صَلَّى اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ) په تعبیر سره د خدای له بدترینه مخلوقاتو بلکه د جهنم له سپيانو څخه دي.
او وګوري چې ننی خوارج داعش څومره له پخوانیو خوارجو سره مشابهت لری، له خپلو کورنیو څخه په پټه توګه د عراق او شام په طرف هجرت کوي ترڅو په خپل ګومان سره یې شریعت تنفيذ کړی! او مسلمانانو مشرک او کافر ګڼي او په وژلو کې یې هڅه کوي!
ابن کثیر رحمه الله د خوارجو په توصیف کې وایی: «لو قووا هؤلاء لأفسدوا الأرض كلها عراقا وشاما، ولم يتركوا طفلا ولا طفلة ولا رجلا ولا امرأة ; لأن الناس عندهم قد فسدوا فسادا لا يصلحهم إلا القتل جملة».
ترجمه: «که چیرې خوارج قدرت پیدا کړی ټوله زمکه، هم عراق او هم شام له فساده ډکوي نه هلک پریږدي او نه انجلی (ماشومه ) نه نارینه پریږدی او نه ښځه، ځکه چې د هغوي په نزد خلک داسې په فساد کې اخته دي چې پرته د ټولو له وژلو نه به، هغوي اصلاح نشی»
البداية والنهاية (ج 10 ص 584-585).