مهربان پیغمبر؛ د رسول الله ص خوږ سیرت! (۷)

جنيد

دویم: د فارسي دولت وضعیت

په دغه دولت کې وضعیت د ټولو معیارونو له مخې له یوه تمدني ناورین څخه عبارت و. دغه ناورین د ژوندانه په اخلاقي، اجتماعي او ديني ټولو اړخونو کې رامنځته شوی وو. په فارسي ټولنه کې ولس سخت پرګنیز (طبقاتی) سیستم ته ګونډه و، چې د انسانیت سخت سپکاوی په کې روان وو، ټولنه په اوه طبقو وېشل شوې وه، چې تر ټولو ټیټه طبقه یې عام ولس وو.

دې ټولنې د فارس د ټولو اوسېدونکو له (۹۰) سلنې څخه زیاته برخه جوړوله. دوی ځینې کارګران، بزګران، سرتېري او مریان ول. دوی له یوې مخې له حقونو بې‌برخې ول، آن تر دې چې په جګړو کې به په ځنځیرونو او ځولنو تړل کېدل، لکه د أُبلَّه په سیمه کې چې یې دا ډول کار کړی و. دا د خالد بن ولید په مشرۍ په فارس کې لومړۍ اسلامي نښته وه.

درېیم: د شمالي اروپا وضعیت

فرانسوي مؤرخینو تر اسلام وړاندې د اروپا د حالت یادونه کړې او وايي: په هغه وخت کې اروپا له عیبونو او ګناهونو څخه ډکه شوې وه. انسان او مکان (ځای) ته له پاملرنې او پاکوالي څخه تښتېدلې وه.

ناپوهۍ، ګډوډۍ او وروسته‌والي ته یې مخه کړې وه او له همدې شیانو ډکه وه. د ظلمونو، ستمونو او فشارونو خپرولو ته یې کار ویلی و او بې‌سوادي په کې تیته شوې وه. “بکري” په اروپا کې د شمالي سیمو د اوسېدونکو سلاویانو ځینې پرګنې داسې توصیف کړي دي. نوموړی وايي: هغوی د هندوانو غوندې کارونه ترسره کول. کله چې به کوم څوک مړ شو، نو سوځاوه به یې. د مړي ښځې به راتللې او لاسونه او مخونه به یې په چړو غوڅول. ځینو ښځو چې به له خپلو مېړونو سره مینه درلوده، نو په عام محضر کې به یې ځانونه پسې زندۍ کول؛ بیا به یې له مرګ وروسته جسد سوځول کېده او له مړي سره به ایښودل کېده.

څلورم: د مصر وضعیت

مصر په (۳۱) زېږدیز کال کې د (اوکتافيوس) له خوا (کلیوپاترا) ته له ماتې ورکولو وروسته د رومیانو له لوري اشغال شو. کله چې لوېدیځ رومي دولت په (۴۷۶) زېږدیز کال کې سقوط وکړ، یعنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیدایښت څخه شاوخوا سل کاله مخکې، نو د لوېدیځ رومي دولت املاک – چې مصر هم په کې و – د ختیځ رومي دولت شول.

په همدې توګه مصر د رومیانو په دورو کې په یوه ګدام (ډېپو) بدل شوی و، چې د خوړو اړوند د رومي امپراتورۍ د اړتیاوو په پوره کولو کې یې مرسته کوله. مصریان په خپل هېواد کې په بشپړه توګه بې‌واکه شوي ول. که څه هم رومیان دې ته لېواله وو چې ځینې مصري سمبولونه یوازې په سمبولیکه بڼه پرېږدي، او دغه کار یې هم د دې لپاره کاوه چې مصري ولس پاڅون ونه کړي.

پر بې‌وزله او فقیر ولس باندې بېلابېل ډوله سختې او درندې مالیې لګېدلې وې، آن تر دې چې دا مالیې له ژوندیو ورهاخوا پر مړو هم لګېدلې وې، چې دا بېخي تاریخي سابقه ده. تر هغه وخته پورې به د مړي د خښولو اجازه نه ورکول کېده، چې ټاکلې مالیه به یې تحویل کړې نه وه.

رومیانو د مصري قبطیانو مشران تعقیبول؛ هغوی به یې وژل او سزاوې به یې ورکولې، تر دې چې هغوی یې دې ته مجبوره کړل چې صحرا ته وتښتي او په شاړو او کنډوالو سیمو کې خپل عبادت‌ځایونه جوړ کړي، تر څو هغه پاتې کسان یې ژوندي پاتې شي.

Exit mobile version