تېره جمعه، عین د جمعې د لمانځه پر مهال، د پاکستان اسلامآباد په یوه اطرافي سیمه ترلایي کې د اهل تشیع په یوه امام بارګاه کې بوږنوونکې پېښه رامنځته شوه، چې په نتیجه کې یې ګڼ شمېر کسان ټپیان او قرباني شول. دا پېښه داسې مهال رامنځته شوه چې د جمعې لمونځ ولاړ و، یو رکعت یې سر ته رسېدلی او دوهم رکعت یې پیل شوی وو.
د پېښې په اړه د عیني شاهدانو بیانونه تر دې دمه نه دي خپاره شوي او یوازې دولتي بیانونه مخې ته راغلي دي. البته غیر رسمي بیانونه له یو بل سره خورا لوی تفاوت لري. ډېری د خواله رسنیو کاروونکو او مشهورو څېرو د سیمې او عیني شاهدانو له قوله لیکلي، چې پېښه د څو تنو وسلهوالو له لوري رامنځته شوې ده. یادو وسلهوالو د لمانځه د دوهم رکعت پر مهال پر معصومو لمونځ کوونکو د خپلو وسلو خولې برابرې کړې او په دې توګه یې لسګونه کسان وژلي او آن په سلګونو کسان یې ټپیان کړي دي.
خو ځینې نور بیا وایي چې لومړی ډزې وشوې او وروسته یو لوی انفجار رامنځته شو، خو دا چې انفجار د څه شي و؟ په اړه یې دوی هم معلومات نه لري او یوازې د اټکلونو خبرې کېږي. حکومتي چارواکي له پیله تر اوسه پورې وایي چې برید یو انتحاري ترسره کړی او د لمونځ کوونکو په منځ کې یې خپل ځان ته انفجار ورکړی دی. همدارنګه د داعشي خوارجو له لوري هم د پېښې مسئولیت منل شوی او یو تن داعشي خارجي یې یاد کړی چې ځان ته یې انفجار ورکړی دی.
د پېښې په تړاو تر دې دمه د بېلابېلو هېوادونو له لوري غندنې شوې دي، چې په دې لړ کې یوه تر ټولو ستره غندنه د افغانستان اسلامي امارت له لوري وه، چې په خورا واضحو ټکو یې یاده پېښه وغندله او د پېښې له قربانیانو سره یې په څرګند دریځ خپله خواخوږي وښوده.
خو له بده مرغه، د پاکستان د اوسنیو حاکمو کړیو له لوري، پر ځای د دې چې هرکلی یې کړی وای، د تل په څېر یې بېځایه تهمتونو او بهتانونو ته مخه کړه. د دفاع وزارت په څېر مهم منصب اشغالونکي په خورا سپکه لهجه، بې له هر ډول ثبوت او دلیله، د پېښې په غبرګون کې وویل چې د یادې پېښې تړاو له افغانستان سره دی او دا پېښه له افغانستانه پلان شوې ده. د ده له لوري د بریدګر نسبت هم افغانستان ته شوی دی، خو وروسته د همدې هیواد د کورنیو چارو وزارت له لوري دا خبره تردید شوه او ویې ویل چې بریدګر افغانی نه، بلکې پاکستانی دی. ورسره هممهاله، نورو چارواکو او ځینو دین ته منسوب د وخت علماوو هم خپلې پایڅې راونغښتې او افغانستان ته یې د یادې پېښې په تړاو تهمتونه منسوب کړل.
په یاده پېښه کې د بریدګر یو هویت کارډ هم د مېډیا پر مخ ګرځي راګرځي، او په اړه ویل کېږي چې دا له بریدګر څخه پاتې شوی دی، چې په اړه یې خورا تند غبرګونونه هم مخې ته راغلي دي. د غبرګونونو لاملونه هم خورا ښکاره دي، ځکه د یاد هویت کارډ بڼه خورا سالمه ښکاري، البته یو ځای ژوبل شوی یا په اصطلاح بیخي له منځه تللی دی، او کوم ځای چې له منځه تللی، په هماغه ځای کې د سیمکارډ په څېر یو وړوکی فولادي شی موجود وي، او د ماهرینو په وینا، په همدې کې ټوله ډاټا هم ثبت وي.
اوس دلته پوښتنه دا ده چې لومړی خو بریدګر د ځان سره هویت کارډ د څه لپاره د پېښې ځای ته وړي؟ سمه ده، کېدای شي یو اړتیا یې وه، خو کله چې انفجار ترسره کېږي او په دومره لویه کچه زیان اوړي، چې لسګونه کسان ټپیان کېږي او لسګونه نور خپل ژوند له لاسه ورکوي، په داسې حال کې هویت کارډ یو مخ سالم پاتې کېږي، او که یې کوم ځای ته زیان اوړي، نو هماغه ځای وي چې هلته ټول معلومات ثبت پاتې دي.
آیا د دې مطلب دا نه دی چې یا خو دا کارډ د بریدګر نه دی او یوازې د خپل ملت په سترګو کې د خاورو شیندلو لپاره ښودل شوی دی، او یا دا چې کارډ په واقعي توګه د بریدګر دی، خو بریدګر د حاکمو کړیو له لوري د یاد برید لپاره چمتو شوی او کارډ ترې ګرځول شوی، او عین د برید پر مهال یوازې کارډ ښودل شوی، خو د معلوماتو له خونې پرته، تر څو د بریدګر او مجرمو کړیو ترمنځ ټول رازونه په خوندي توګه پټ پاتې شي؟
مبصرین په دې نظر دي چې د چارواکو ضد او نقیض څرګندونې، غیر منطقي کړنې، او یا هم په لومړي قدم کې له هر ډول تحقیق پرته پر بل چا تهمتونه لګول، د چارواکو له مسئولیت څخه تېښته په ډاګه کوي. ځکه خو یې د دفاع وزیر یوه خبره کوي، د کورنیو چارو وزیر بله خبره کوي. د دفاع وزیر په ګډون یې ډېری چارواکي د پړې ګوته افغانستان ته نیسي، خو بل لور ته د پاکستان معزز او له حالاتو خبر سیاستوال په ډاګه وایي: که ښه ترهګر له افغانستانه راځي، نو ته چې د دفاع کوم مسئولیت لرې، هغه دې تر کومه حده پورې ادا کړی دی؟
له اسلامآباد څخه تر فرضي کرښې پورې په سلګونو کیلومتره واټن، لسګونه چیکپوسټونه، بېلابېل استخباراتي ارګانونه او بېشمېره پلټنيز ځایونه شته، بیا ولې بریدګر د ټولو آلاتو او وسایلو سره ځان تر هدفه رسوي؟ یو شمېر سیاستوالو خو لا د پېغور په توګه دا هم ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا په څېر لوی ایالت اعلی وزیر ستاسو له لاسه د خپل ګوندي مشر عمران خان سره حد اقل یو ملاقات هم نه شي کولای، خو دلته بریدګر په خورا آسانۍ سره ځان هدف ته رسوي او په خپل اند بریالی هم کېږي. نو تاسې څنګه خپل ځان برائت ورکوئ او ولې پړه پر بل چا غورځوئ؟
مبصرین زیاتوي چې د خپل ملت پر وړاندې د پوځ د حاکمو کړیو ناکامه او د زور پالیسي د دوی ټول پلانونه شنډ کړي دي، او نړۍ ته یې د دوی حقیقت بربنډ کړی، چې نه زور لري او نه هم استخباراتي مهارت. ځکه څو ورځې وړاندې بلوڅ بېلتونپالو د بلوچستان په یو وار کې د دې صوبې پر دولسو لویو ښارونو بریدونه ترسره کړل او مرکز کوټه یې تر خپلې ولکې لاندې راوست. چارواکو د خپل سپیناوي لپاره د اسلامآباد برید ته زمینه برابره کړه، تر څو پړه پر افغانستان او نورو هېوادونو واچوي او په بلوچستان کې د خپلې ناکامۍ پر درشل پرده وغوړوي.
مبصرین دا هم زیاتوي چې په سیاسي میدان کې د خپل ملت سره ظلم او د هغوی د رایې حق د پوځ حاکمو کړیو دوه کاله وړاندې له خاورو سره خاورې کړ. خلکو په درانه اکثریت سره عمران خان او د هغه ګوند ته رایه ورکړې وه، خو دوی هغه بندي کړ او پر ځای یې اوسنۍ ناکامه اداره رامخې ته کړه. ځکه عمران خان د خلکو استازی و او د خلکو حقونو ته یې کار کاوه، خو دا کار د پوځ د حاکمو کړیو له ګټو سره په ټکر کې و.
اوس چې د پاکستان عام ولس د عمران خان په ننګه پاڅون پیل کړی او د فبرورۍ د میاشتې اتمه یې د هړتال او لاریونونو ورځ اعلان کړې وه، او تمه کېده چې دا لاریونونه به د یوې دوامدارې لړۍ بڼه خپله کړي او د اوسني حکومتي نظام د پرځولو لامل به شي، نو حاکمو کړیو د نورو پلانونو تر څنګ دا پلان هم عملي کړ، تر څو خلک وغولوي او د اصلي موضوع څخه یې پام بل لور ته واړوي.
د دې نظر یو دلیل دا هم ګڼل کېږي چې داعشي خوارج په بشپړه توګه د پاکستاني چارواکو له لوري اداره کېږي، د هغوی د پټنځایونو بندوبست د پاکستاني پوځي رژیم له خوا کېږي، د حملې ځایونه ورته په ګوته کېږي او د خپلو شومو اهدافو لپاره ترې کار اخیستل کېږي. په تېرو څو میاشتو کې دا خبره څو ځله ثابته شوې ده، له همدې امله د مبصرینو دا نظر ډېر پر ځای بلل کېږي.
