په افغانستان کې د داعش د ماتې لاملونه! 

مصعب حامد

#image_title

دا چې داعش په افغانستان کې له بشپړې ماتې سره مخ دی؛ د یادې ډلې د ماتې څو لاملونه دي، چې دلته به يو څه په تفصيل سره رڼا پرې واچوو.

۱:- د اسلامي امارت بریالۍ مبارزه؛

د داعش ډلې د ماتې يو لامل د دې ډلې په وړاندې، د اسلامي امارت بريالۍ مبارزه ده؛ د اسلامي امارت له حاکميت را وروسته؛ په افغانستان کې د داعش ډله سخته وځپل شوه، مهم کسان يې ونيول شول او ګڼ شمېر نور يې ووژل شول.

لا هم د دوی په وړاندې عمليات روان دي؛ هر ځای چې سر پورته کوي، هلته له سختې ماتې او شکست سره مخ کېږي، ښه بيلګه يې په دې وروستيو کې د يادې ډلې د ګڼ شمېر افرادو نيول کېدل و.

۲:- داخلي ملاتړ نه درلودل؛

د داعش د ماتې یو بل لامل دا دی، چې یاده ډله په افغانستان کې نه رېښې لري، نه کوم خواخوږی او نه هم کوم ملاتړ کوونکی؛ بلکې يوه پردۍ استخباراتي پديده ده، چې د نورو د موخو او ګټو لپاره په افغانستان کې بې ګناه او مظلوم هېوادوال خپله موخه ګرځوي او په شهادت يې رسوي.

۳:- له داعش څخه د خلګو کرکه؛

داعش په افغانستان کې له پيدا کېدو سره سم؛ هغه وحشتونه او ظلمونه وکړل، چې په تاريخ کې ساری نه لري، ماشومان، سپين ږيري، ښځې، بې وسلې او بې وزله هېوادوال يې په ډېر ظلم، بربريت او وحشت سره په شهادت ورسول.

په همدې اساس؛ د داعش له نوم او کلمې څخه افغانان کرکه او نفرت کوي، دوی به هيڅکله په افغانستان کې ځای پيدا نه کړي.

۴:- دیني مشروعیت نه لرل؛

په اوس وخت کې، داعش د يوه پاک او سپېڅلي اسلامي نظام په وړاندې جګړه کوي، وسله يې را اخېستې ده او په وړاندې يې ولاړ دي؛ نو په دې اساس د دوی د جګړې ديني مشروعيت له منځه تللی دی.

په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی، شرعي حدود اجرا کېږي، امربالمعروف او نهی عن المنکر روان دی او د مفاسدو مخه نيول شوې ده.

همداسې په لسګونو نور دلايل او لاملونه دي، چې افغانستان کې يې د داعش ډله له ماتې سره مخ کړې ده، داعش په تېرو درېیو کلونو کې هيڅ لاسته راوړنه نه لري، نه يې کومه سيمه نيولې او نه چا له يادې ډلې د ملاتړ اواز پورته کړی دی.

هرماس الافغاني
Exit mobile version