په اسلام کې د جهاد فلسفه | درويشتمه برخه

طاهر احرار

شلم اعتراض:
د جهاد لپاره حکومت او مرکز دواړه شرط دي ځکه پر نبي کريم صلی الله علیه وسلم تر هغې جهاد نه وو فرض شوى ترڅو چې يې حکومت او مرکزيت نه وو جوړ کړى.

۱: جواب
جهاد په دوه ډوله دى.
اول: اقدامي جهاد
دوهم: دفاعي جهاد

اقدامي جهاد:
هغه دى چې مسلمانان پخپل شوکت غلبه ولري، د کفارو په طرف مخ په روانېدو شي او پر هغوى حمله وکړي پداسي وخت کې د جهاد حُکم فرض کفايي دى.
زوى د مور او پلار له اجازې پرته نشي کولاى په جهاد کې برخه واخلي همداشان به له جنګ مخکې کفارو ته دعوت ورکول کېږي، پدغه وخت کې د يو حکومت او مرکز شتون لازم دى او په خلکو لازم دى چې دغه قِسم جهاد جاري وساتي او که چېرته د مسلمانانو يوه ډله په جهاد کې مصروفه وي نور خلک ترې خلاص دي او کنه وي نو ټول اُمت ګناهګار دى.

دفاعي جهاد:
دا هغه جهاد دى چې کُفار پر مسلمانانو تعرض وکړى، وطن يې اشغال کړي يا داسې کوم ځاى اشغال کړي چې يو اسلامي خِلافت پر هغه ځاى حاکم وي اګر که د ډېرې کمې مودې لپاره هم وي، په داسې وخت کې پر حاضرو مسلمانانو جهاد فرض دی که چېرته هغوى خپلواکي اخيستلى نشوه بيا د هغوى ترڅنګ پر نورو هم فرض دی.
همداشان په دغه حالت کې د اسلام ورکولو دعوت، یا د زوی له مور او پلار اجازت، یا د خاوند له ښځې اجازت، غلام له مَالک څخه اجازت او د حکومت مرکزيت شتون شرط نه دي.
نن سبا په ټوله نړۍ کې مسلمانان د اقدامي جهاد په درجه کې ندي بلکې د دفاعي جهاد په حالت کې دي.

۲: جواب
جهاد د حکومت او مرکزيت لپاره فرض دى نو که د جهاد فرضيت دې حکومت پورې وتړل شي نو د منطقيانو په اصطلاح دور به لازم شي او دور باطل دى.

هرماس الافغاني
Exit mobile version