په اسلام کې دجهاد فلسفه يو ديرشمه برخه

#image_title

 

اعتراض.
ډير هغه خلک چي ځانونه ډير دىندار هم معرفي کوي وايي چې اسلام دَ تورې په زور نه بلکه دَ اخلاقو په زور قايم کيدلاى شي تاسو وګورئ کوم هيوادونه چې داخلاقو په زور په اسلام کې داخل شوي هغه نن هم مسلمانان دي او کوم هېوادونه چې دَ توري په څوکه په زور په اسلام کې داخل دي بيا له اسلامه خارج شوي
لکه اندلس. ،بخارا ، سمرقند ايران وغيره
جواب ¹
ددې فکر ترشا هغه جاهل ذهنيت موجود دى کوم چې توره او توپک داخلاقو خلاف پيژني دغه جمله داسلام له روح او له نبوي ص دسيرت مبارکه څخه د نا خبرى په معنى ده
جواب ²
داخبره قاعده کليه ګرځول چې ګواکي هغه هېوادونه چې په توره مسلمانان شوي هغه واپس له اسلامه وتلي او کوم چې په اخلاقو مسلمان شوي اوس هم مسلمان دي غلط او فاسد دليل دى
دَ مدينې منورې په ګاونډ کې بنو نظير او بنو قريظه دتورې په څوکه فتح شول ، مکه مکرمه چې داسلام او مسلمانانو مرکز بلل کیږي لس زره دپيغمبر ص د صحابه وو لشکر دتکبير په نعرو چې تورې يې په لاس کې وې داخل شو
حضرت ابوبکر صدیق رض دَ حضرت خالد بن ولید په مشرى يو لشکر فارس ته دا بوعبيد بن الجراح په مشرى شام ته او دحضرت عمروبن العاص په مشرى مصر ته وليږل هغوى دکفارو له سرونو سره لوبې وکړي او د خزانو کنجيانې يې اميرالمؤمنين ته راوړې
خو ترننه هغه هيوادونه مسلمان اوخلک يې الحمد لله مسلمانان دي لکه مکه مکرمه ، خيبر ، حنين مصر وغيره
جواب ³
دا خبره يا فکر ونظر چې کوم هيوادونه په توره فتح شوي واپس له اسلامه وتلي دنبي کريم ص په ټول درويشت کلن مدني تاريخ او ژوند انتقاد کول دي چې ګواکې هغه مبارک دغه کار سم ندى کړى کومه چې دکفر کلمه دى داسې فکر لرونکي دې له سره توبه کړي او په ژوند د کلمه توحيد ووايي
جواب ⁴
داخبره بايد خلک په ذهنونو کې کينوي چط چې دجهاد مقصد دخلکو مسلمان کول نه بلکه داسلام شوکت پورته کول دي په اسلام کې خلکو ته کامل اختيار حاصل دى که په اسلام کې داخل کيږى ي او يا په کفر پاتي کيږى همدا سنت نبوي او سيرت نبوي دى

هرماس الافغاني
Exit mobile version