پاکستان کې د افغان مهاجرينو خلاف ناوړه عمل کې د داعش کردار

ابو محمد

 

په دې وروستيو کې د پاکستان استخباراتې ادارو او د هغوي تر اثر لاندې سرپرست حکومت د نړيوالو ادارو او سازمانونو څخه د ډالرو د ټولولو او د هغوي څخه د مالي مرستو د جلبولو لپاره د افغان مهاجرينو خلاف د ږغ پورته کولو اراده وکړه، او پلان يې ونیوی چې بايد دوي ونيول شي، تحقير شي او د املاکو د ضبطولو اخطار ور کول شي خو دا کار دوي ته آسانه نه وو، ځکه دوي هر کال د افغان مهاجرينو پر سر د نړيوالو څخه ډالر اخلي او د مهاجرينو د نړيوالو قوانينو څخه سر غړونه وه.

 

نو ځکه دوي پلان ترتيب کړ چې بايد يوه داسي بهانه ولټوو چې په وسيله مو هم د افغان مهاجرينو د زورولو بهانه پيدا شي او هم خپل هدف( ډالرو) ته ورسيږو.

د پاکستاني استخباراتو ددې ستر هدف او مسلمان زورونې لپاره هم د داعشي خوارجو څخه د تير په څير استفاده وشوه.

پاکستاني چارواکو د داعشي خوارجو په وسيله په پاکستان کې په جماتونو، مدرسو او علماوو بريدونه تر سره کړه او ادعا يې وکړه چې په يادو بريدونو کې افغان مهاجرين لاس لري، او ددوي خلاف يې ستر بشري ناورين، ظلم، وحشت، بربريت او غلاوې و لوټ شروع کړ او ويې ويل چې بايد تر ۳۱ نومبر پوري ټول مهاجرين د پاکستان څخه ووزي.

د پاکستان حکومت نيت لري چې خپل لویدلی اقتصاد د افغان مهاجرينو د املاکو، جايدادونو، بانک حسابونو او نغدي روپو په غلا سره را پورته کړي، خو افغان حکومت به په هيڅ صورت دوي ته اجازه ور نکړي او د خپل افغان وروڼو تر شا به د غرو په شان ولاړ وي‌.

او د افغان ميليونونو مهاجرينو خلاف ددې ستر وحشت لامل او بهانه داعشي خوارج سول.

لعنة الله عليهم

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version