پاکستان د خپلو ناوړو سیاستونو په اور کې لوبېږي!

اجمل کاکړ

د پاکستاني بلوڅ وسله والو یوه مشر بشیر زېب بلوچ د بلوڅستان ایالت د کویټې له یوې سیمې څخه په خپره کړې وېډیو کې خپل پلویان او د بلوڅستان اوسېدونکي د ځايي حکومت او پاکستان پوځي رژیم د ناوړه سیاسي تګلارو پر وړاندې په جرات سره پاڅون او مقابلې ته را وبلل.
نوموړي چې د دغه پیغام د خپرولو پر مهال له خپلو وسله والو پلویانو سره مخابره په لاس پر موټر سایکل سپور دی، وویل چې د خپلې خاورۍ د ازادۍ او خوندیتوب لپاره تر ټولو زرینه موقع را رسېدلې ده، باید ټول په اتفاق سره را  پاڅېږو او د حساب کتاب لپاره په ټینګ عزم ودرېږو.

د مشر دغه بلنې او ډاګیز اعلان په لرو بر او د نړۍ په کونج کونج کې پر افغانانو سربېره نور حقیقت خوښي وګړي هم یوه ترخه واقعیت او ویل شوو دروغو ته ځیر کړل او هغه دا چې د پاکستان پوځي رېژیم په بیا بیا وايي چې ګني بلوڅ وسله وال په پاکستان کې د وسله والو شخړو او جګړې لپاره له افغانستان څخه ملاتړ تر لاسه کوي او مشران یې هم هلته د اسلامي امارت له ملاتړ څخه برخمن، چې یو بې ځایه او بې ثبوته تور دی، خو څنګه چې پخوا اسلامي امارت څرګنده کړې وه، اوس خپله څرګنده شوه چې بلوڅ وسله وال هم خپله د پاکستان یوه کورنۍ ستونزه ده چې سرچینې یا لاملونه یې هم پاکستاني او له هېڅ چا څخه پټ نه دي.

بلوڅ وسله والو تازه په تازه په پراخه تاوتریخوالو او جګړه لاس پورې کړی او د دري هغه ضرب المثل په اثبات رسوي چې وايي «تنګ آمد به جنګ آمد»، پاکستانی رژیم د خپلو حکومتي چارو په ګڼو برخو کې د وروسته پاتې والي یا ناکامیو په لړ کې دا ځل د بلوڅ وسله والو پر وړاندې هم بې وسه ښکاري او غواړي چې د پټولو لپاره دغه کورنۍ لانجې ته بهرنی اړخ ورکړي، چې د عملي کولو لپاره به یې په ښکاره له هېڅ شي هم صرفه ونه کړي.

بلوڅ وسله وال د هغو میلیونونو بلوڅو پر ملاتړ را پورته شوی تحریک دی چې نه یوازې مادي او اقتصادي سرچینې یې له کلونو راهیسې د پنجاب تر واک لاندې دي، بلکې خپل ابرو او عزت یې هم د پاکستاني پوځیانو له لوري په بې رحمۍ سره لوټل کېږي، وژل کېږي، زندانې کېږي او د عملیاتو او امنیت په نوم شړل کېږي، ځکه خو په دې کې هېڅ شک نشته چې د بلوڅ معترضو وسله وال پاڅون او مبارزه ددغه ناوړه کړنو پر وړاندې یو غبرګون وبولو.

د بلوڅانو اړوند او ازادو بشري حقونو سازمانونو د راپورونو له مخې په بلوڅستان ایالت کې د پاکستاني پوځیانو او ملېشو له لوري له تېرو دوو لسیزو راهیسې تر ټولو ناوړه لوټمار روان دی، ځايي پوځي واکمنان له خلکو سره د دښمن او غلیمانه چلند کوي. تر دې دمه سلګونه او زرګونه وګړي د پوځ او څارګرو ادارو په امر تري تم او ورک شوي دي، هره ورځ د امنیت او استقرار په نوم وژل کېږي، انساني او هېوادونه حقونه یې تر پښو لاندې دي او  د پنجاب غوښتنې سیاست تر ګټو لاندې خپلې ګټې بایلي.

دا جګړه کوم بهرنی بعد او ملاتړ نه لري، بلکې لامل یې خپله پاکستانی پوځ دی چې تر دې دمه یې د جبري ورکونو او ترور تر څنګ د مخربینو پر وړاندې د مبارزې په نوم ګڼ کسان برمته کړي، وژلي او یا یې نن تر ننه ورک کړي دي. په دغه پراخه پوځي عملیاتو کې د استوګنې ځايي سرچینې او نظم نړېدلي او د کورني ناورین یوه نوې څپه را په پورته کېدو ده.

په بلوڅستان کې له واک څخه د بلوڅ توکم وېستل د نا برابرۍ بل اړخ او د جګړې یوه ښه بهانه ده، سیاسي حذف او بلواکي د ځايي بلوڅ وګړو لپاره د پردیتوب دروازه پرانېستې، پوځي رژیم ځايي وګړو او د هغوی مشرانو ته په سیاسي اډانه کې کوم مقام او صلاحیت نه دی ورکړي، یوازې د پاکستان او ثبات په نامه ورڅخه ګټې کوي، بلکې د سیاسي بې واکۍ او بې ارادې کولو لپاره یې د هغوی د وژنې طرحه هم عملي کړې ده.

پوځي رژیم د خیبر پښتونخوا په څېر بلوڅستان کې هم له اوږدې مودې راهیسې طبیعي زېرمې غصب کړې او ټولې ګټې یې یوازې پنجاب او اسلام اباد ته رسېږي، پر طبیعې زېرمو د شتمنې دغه سیمې په اقتصادي او ټولنیز وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی چې دا بې انصافي او بې عدالتي هم د بلوڅ وسله والو غورځنګ د پاڅون او اعتراض سبب شوې ده او شخړې یې رامنځته کړې دي.

پاکستان چې د پراخه او ولس خوښې ولسواکۍ او جمهوریت ادعا کوي، دا دروغجنه بڼه یې د خیبر پښتونخوا په څېر بلوڅستان کې هم څرګنده ده چې په کې خلکو ته هېڅ سیاسي واک نه ورکوي او په تاریخي بې واکۍ کې ژوند کوي، سیاسي او ګوندي مشران یې په نوبت سره د مخ پټو وسله والو او یا هم بمونو په وسیله ترور کېږي او مجرمینو ته یې ځکه سزا نه ورکول کېږي چې خپله د پوځ او استخباراتو دستوري کسان یا په اصطلاح کرايي قاتلین دي.

اوس ددې وخت را رسېدلی چې پاکستان باید نور د نړۍ په سترګو کې خاورې ونه شیندي، ځینو سیاسي واقعیتونو ته غاړه کېږدي او دا ومني چې د دوی په کورنیو لانجو کې نه افغانستان او نه هم کوم بهرنی هېواد ښکېل دی، بلکې دا خپله د پوځي حکومت ناوړه سیاستونه او بهرنۍ پروژې دي چې نور یې د تل لپاره د پاکستان لپاره د ملکي حکومت حیثیت او اعتبار هم له خاورو سره خاورې کړې دی او یوازې دا لار پاتې ده چې د تورو لګولو پر ځای له نړۍ سره په رښتینې بڼه مخامخ شي، له خپل ولس سره انساني چلند وکړي، کنه د ولس زور به یې د واک له څوکۍ را پرېباسي چې دا حالت بیا د هېچا په ګټه هم نه دی.

ددې لپاره چې پاکستانی رژیم خپل دغه ناوړه سیاستونه، کمزورۍ او ملامتۍ پټې کړي، د خپل عادت له مخې یو ځل بیا پړه پر نورو اچوي چې په دې ډله کې یې بیا بیا لومړۍ ګوته افغانستان ته نیولې ده، خو حقیقت دا دی چې افغانستان نه په کې ښکېل دی، نه یې ملاتړ کوي او نه هم د بلوڅانو مشرتابه زموږ له خاورې فعالیت کوي، افغان حکومت پر دې اصل ولاړ دی چې د نورو هېوادونو په کورنیو شخړو کې مداخله نه کوي او دا ژمنه یې له بیا حاکمیت څخه وروسته ثابته کړې هم ده.

Exit mobile version