د پاکستاني جنرالانو په ټپه ولاړ تجارت

اقبال حمزه

د پاکستاني پوځ له جوړېدو سره سم، د دوی د تمویل او عاید مهمې سرچینې نیابتي جګړې، جاسوسي او د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنې وټاکل شوې. پاکستاني پوځ د افغانستان او شوروي اتحاد د جګړې پر مهال پیاوړی شو، او وروسته د امریکا او افغانستان د جګړې پر مهال یې د اکمالاتي لارو له عوایدو څخه هم د پام وړ ګټه ترلاسه کړه.

د پاکستاني جنرالانو له نظره، که په سیمه، په ځانګړي ډول په ګاونډیو هېوادونو کې ناامني نه وي، دوی به له اقتصادي ستونزو او حتی سقوط سره مخ شي. کله چې پاکستاني جنرالان لومړی د بنګله دېش او وروسته د کشمیر له ناامنیو څخه د ترلاسه کېدونکو ګټو او عوایدو څخه محروم شول، نو افغانستان ته یې مخه کړه. نږدې څلوېښت کاله یې د افغانستان له ګډوډیو څخه پراخې ګټې پورته کړې او د همدې شرایطو په برکت د اټومي وسلو څښتنان هم شول.

خو نږدې پنځه کاله کېږي چې د دغو جنرالانو دا تجارت په ټپه ولاړ دی، ځکه افغانستان له څلوېښت کلونو وروسته د ویښو او بااحساسه واکدارانو لاس ته لویدلی دی. د افغانستان اوسني حاکمان د پاکستاني جنرالانو له هر چل او فریب څخه خبر دي او د هغوی هر حرکت په دقت څاري.
پاکستاني جنرالان اوس د یوه کاذب امید پر بنسټ د ناامنۍ نوي پلانونه جوړوي. دوی فکر کوي چې د داعش په نوم جوړې شوې پروژې ته به د نړۍ پام واوړي او ښایي یو ځل بیا ځینې مالي مرستې او امتیازات ترلاسه کړي.

له دې سره سره، د افغانستان د پخواني جمهوري نظام ځینې پخواني اربکیان او د هغوی مشران یې په جنوبي پښتونخوا او بلوچستان کې بیا سره راټول کړي او هڅه کوي چې منسجم یې کړي، څو په سیمه کې یو ځل بیا ناامني رامنځته کړي. خو د پاکستاني جنرالانو دا پروژه ځکه د ناکامۍ له ګواښ سره مخ ده چې افغان حاکمان ورته په بشپړ ډول متوجه دي. مخکې له دې چې دوی منسجم شي او یا افغانستان ته داخل شي، د دوی فعالیتونه هماغلته په پیل کې شنډېږي.

همدارنګه، افغان ملت او د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ولسونه هم اوس تر پخوا ډېر وېښ شوي دي او نه غواړي چې د پاکستاني جنرالانو دا تجارت نور هم د دوی په سیمو کې دوام وکړي. پاکستاني جنرالان هڅه کوي چې همدا شریر عناصر (داعش او پخواني جمهوري اربکیان) په پښتني سیمو کې وساتي، خو د سیمې د خلکو له سخت مخالفت سره مخ شوي دي. څه موده وړاندې د بلوچستان د پښین او کچلاغ اوسېدونکو د همدې موضوع پر ضد مظاهرې وکړې او د رسنیو له لارې یې په ښکاره وویل چې د دغو کسانو شتون نور د زغملو نه دی.

د پاکستاني جنرالانو د کلونو پخوانی او اوس په ټپه ولاړ تجارت، همدا وروستی کاذب امید هم د ختمېدو په حال کې دی. ځکه له یوې خوا د افغانستان اوسنی حکومت ورته په دقت متوجه دی او د دې ډول پروژو او شومو دسیسو پر وړاندې به چوپ پاتې نه شي، بلکې هڅه کوي چې دا ډول پلانونه د عملي کېدو تر مخه شنډ کړي. له بلې خوا، د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ولسونه هم نه غواړي چې د دوی خاوره د نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول د افغانستان د خلکو، پر ضد وکارول شي. له همدې امله د پاکستاني جنرالانو لپاره د پخوانیو تګلارو دوام ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.

Exit mobile version