پاکستان د امریکا په نوي جال کې!

#image_title

کله چې په ۲۰۰۱ م کال کې امریکایانو او د هغوي متحدینو په افغانستان یرغل وکړ او د افغانستان ځمکه او فضاء یې اشغال کړل، د حاکم حکومت وګړي یې اکثره شهیدان او نور یې تر تورو کرغېړنو زندانونو شاته وغورځول، هغه وخت د کور دننه اجنټانو او بهرنیو اکثره هېوادونو د امریکا د اشغال هرکلی وکړ.

دا چې د امریکایانو تبلیغات خورا درانه و، نو د مقابلې فکر یې لېونتوب او خیالي تصور و.

د وخت په تېرېدو سره د وخت فرعون په مقابل کې د موسی (علیه السلام) لارویان ورو ورو په ټوکېدو شول، همغه وو چې د افغانانو ترڅنګ ځینې پاکستاني وګړي د خپل ایماني مسؤلیت اداء کولو په موخه د افغانانو ترڅنګ ودرېدل او د امریکایانو په خلاف پورته شول.

دا چې د پاکستان پوځ تل د غرب ډول ته نڅېدلی، د غرب په غوښتنه یې د سوات او وزیرستان په مسلمانانو اسرائیلي ظلمونه پیل کړل، د همغه ظلمونو نتیجه وه چې د پاکستان مجاهدین د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په نوم بدل او د پوځ پر وړاندې یې جهاد پیل کړ.

هغه وخت به استاد یاسر (حفظه الله/تقبله الله) پاکستاني پوځ ته په خطاب کې ویل، که چیرې تاسو خپلو پاليسویو ته تغیر ورنکړئ، د کور دننه به داسې شازلمي درته پیدا شي چې ستاسو د کنټرول څخه به وتلي وي.

په هر حال دا چې د پاکستان د غلطو پالسیو او ظلمونو نتیجه کې تحریک طالبان پاکستان (TTP) رامنځته شو، نو که اوس دوی په خیبر پختونخوا او نورو سیمو کې امریکايي تمرینات پیلوي او خپله خاوره کې خارجي عساکرو ته ځای ورکوي، نتیجه به یې وروسته ډېره بده وي.

یوه یادونه باید وکړم چې د استخباراتي معلوماتو په اساس د پاکستان د پوځ د ورستیو پریکړو په نتیجه کې د پاکستاني طالبانو یا (TTP) په تشکیلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د پاکستان شریف ولس که د پوځ دا ډول پریکړو مخنیوي ونکړي، نو د پوځ بل کړي اور لمبې به تر دوی هم ورسیږي.

 

هرماس الافغاني
Exit mobile version