پاکستان؛ له داعش سره رښتینې مبارزه که ستراتیژیک تجارت؟

عبدان صافی

څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کانګریس غونډې ته په وینا کې اعلان وکړ، چې پاکستان د کابل هوایي ډګر د برید شکمن طراح محمد شریف الله (چې په جعفر مشهور دی) نیولی او امریکا ته یې سپارلی دی. له دغه اعلان وروسته، په ټولنیزو رسنیو او اجتماعاتو کې په نړېواله کچه د پاکستان د رول په اړه يوځل بیا بحثونه تاوده شول، خو اساسي پوښتنه دا ده چې آیا دا نیونه واقعاً د ترهګرۍ ضد یوه ستره بریا ده، که یوازې یو سیاسي چال او دوکه ده، چې پاکستان پرې غواړي خپل ډیپلوماټیک امتیازات ترلاسه کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د امریکا مشرتابه دوکه کړی، بلکې په تېر کې یې هم څو ځله امریکایي چارواکي غولولي او خپله کارکردګي او فعاليت یې ورته په مبالغه‌اميز ډول له حده زیات ښکاره کړی دی. د ناین الیون (یولسم سپتمبر) له پېښې وروسته، پاکستان امریکا ته سلګونه مجاهدین وسپارل او د میلیاردونو ډالرو مرسته یې تر لاسه کړه، خو بل خوا یې لسګونه داسې کسان هم د مجاهدینو په نوم په امریکا وپلورل، چې هیڅ تړاو یې له مجاهدینو سره نه درلود. د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف په خپل کتاب کی ليکلي، چې پاکستان د دغو کسانو په بدل کې پنځه ـ پنځه زره ډالر واخیستل او امریکا یې دوکه کړه.

اوس یو ځل بیا پاکستان ټرمپ ته یو داسې “ترهګر” سپاري، چې نیونه یې د سترې دیپلوماټیکې او سیاسي بریا په توګه معرفي کوي، خو په حقیقت کې دا یواځې د یوې لویې سیاسي لوبې یوه کوچنۍ مهره او نښه ده.

د داعش خراسان فعالیت په پاکستان کې:

اصلي پوښتنه او د پام وړ خبره دا نه ده، چې محمد شریف الله نیول شوی، بلکې دا ده چې د داعش خراسان څانګه په پاکستان کې څنګه فعالیت کوي؟

دا یو نه انکاریدونکی حقیقت دی چې پاکستان د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د خپلې پراکسي په توګه کاروي، او په دې اړه د پاکستان په رول باندې ګڼ شواهد شتون لري.

کله چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، نو د داعش پر ضد یې سخت عملیات ترسره کړل او د دې ډلې ګڼ شمېر لوړپوړي مشران یې ووژل. وروسته له دې، د داعش پاتې غړي له افغانستان څخه وتښتېدل او خپل پناه ځایونه یې په پاکستان کې خلاص کړل، چیرې چې دوی په يو خوندي چاپیریال کې خپلو عملیاتو ته پلانونه جوړوي.

په وروستیو کې په افغانستان او سیمه کې ټول شوي بریدونه ( په کندهار کې په بانک برید، بغلان کې په مسجد برید، کندوز کې په بانک برید، په شهید خلیل حاجي برید، د کرمان برید او…) له بلوچستان څخه رهبري شوي وو او بریدګرو یې د بلوچستان په مرکزونو کې روزنه لیدلې وه.

د پاکستان استخباراتي ادارې، چې په تېر کې په کشمير او د سيمې په نورو هېوادونو کې له نیابتي ډلو سره د کار کولو پراخه تجربه لري، اوس د داعش خراساني څانګې ته د یوې داسې آلې په توګه ګوري چې کولای شي په افغانستان کې یې د خپلو ستراتيژيکو ګټو لپاره استفاده کړي.

د دې فتنه‌ګرې ډلې فعالیتونه نه یوازې په افغانستان کې بې‌ثباتي رامنځته کوي، بلکې همدا اوس د اسلامي امارت پر وړاندې د فشار لپاره د پاکستان یوه وسیله ګرځېدلې ده.

که واشنګټن په حقیقت کې د داعش پر ضد جګړه کې جدي وي، نو باید په دې وپوهېږي چې د داعش خراسان څانګې په بشپړه توګه د له منځه وړلو لپاره باید د دې ډلې خوندي ځایونه هدف وګرځوي، نه یوازې دا چې فقط هغه کسان ونیول شي چې د یوې لویې شبکې کوچنۍ مهرې او لوبغاړي دي.

پاکستان چې اوس له سیاسي او اقتصادي لحاظه له ګڼو داخلي ستونزو سره مخ دی، د داسې یوې موقعې او فرصت په لټه کې و چې د امریکا رضايت ترلاسه کړي. په تېرو کلونو کې هم، پاکستان امریکا ته ځیني کسان په لاس ورکړل ترڅو خپل اعتبار ته وده ورکړي، خو د ترهګرۍ د بنسټیزو جوړښتونو د له منځه وړلو پرځای، پاکستان د خپلو ستراتيژيکو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د داعش په څېر ډلې ته د یوې وسیلې په توګه ګوري.

پاکستان اوس هم خپلې همدې پخوانۍ لوبې ته دوام ورکوي. د محمد شریف الله نیول د همدې پالیسۍ یو تسلسل دی، داسې چې پاکستان اول دغسې خلګو ته خوندي ځایونه ورکړي او کله چې يې ډیپلوماټیکو ګټو ته اړتیا پیدا شوه، نو هغه یې امریکا ته وسپارلو او د یوې لویې بریا په توګه یې وړاندې کړ.

د داعش په څېر ډلو پر ضد رښتینې جګړه هغه وخت ممکنه ده کله چې د دې ډلې اصلي مرسته کوونکي، مالي ملاتړ کوونکي، او خوندي پناه ځایونه هدف وګرځول شي. که امریکا بیا هم ځمکنیو حقایقو ته پام ونه کړي، نو دا جګړه به هیڅکله پای ته ونه رسېږي، او پاکستان به د خپلې دودیزې ستراتیژۍ له مخې دغه لوبه نوره هم مخته یوسي

Exit mobile version