د سیمې په امنیتي او سیاسي فضا کې یو ځل بیا داسې پېښه ثبت شوه چې د داعش ډلې د اصلي تمویل، روزنې او فعالیتونو جغرافیایي موقعیت يې په ډاګه کړ. د دغې ډلې یو مهم قومندان، چې په “حسن” مشهور و، تېره ورځ د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ناپېژانده وسله والو لخوا ووژل شو. حسن د خیبر پښتونخوا د پېښور اوسېدونکی و، او له اوږدې مودې راهیسې یې د داعش په لیکو کې کلیدي رول لوباوه.
نوموړی د خپلې ډلې له هغو کسانو څخه و، چې د استخباراتي، تنظیمي او بریدیزو عملیاتو په ساحو کې یې ځانګړی مهارت درلود، او پر همدې اساس د داعش دننه د یو باوري او خطرناک عنصر په توګه پېژندل کېده.
د هغه د وژنې خبر، که څه هم د یادې ډلې د یوې مهمې مهرې له منځه وړل بلل کېږي، خو له دې هاخوا دا یوه بله نښه هم ده چې داعش خراسان د افغانستان له جغرافیې بهر تمویلېږي، اداره کېږي او پیاوړي کېږي. دا پېښه په هغه لړ کې راځي چې اسلامي امارت د وړاندې شویو شواهدو او نیونو له مخې، په وار وار څرګنده کړې چې داعش ډله په افغانستان کې نه خپلواک ځای لري، نه بنسټیز ملاتړ، بلکې دا یوه صادره شوې پروژه ده چې له بهره د افغانستان پر ضد کارول کېږي.
نړیوالو ته پکار ده چې دا پېښه یوازې د یو انفرادي مرګ په سترګه ونه ګوري، بلکې د سیمې د واقعي امنیتي معادلو د درک لپاره یې د یوې نښې په توګه واخلي. ځکه چې دا ډول اشخاص د ترهګرۍ هغه ارادي مهرې دي، چې له سیاست، استخباراتو او نړیوالو لوبو سره تړلې دي. د ترهګرۍ ریښه په هغه ځای کې ده چې داسې مهرې پکې روزل کېږي، نه هلته چې په وړاندې یې کلک دریځ غوره کېږي.
هېره دي نه وي چې حسن په دې وروستیو کې هڅه کوله چې د داعش لپاره په افغانستان کې د انفجاري عملیاتو زمینه برابره کړي، خو تر دې وړاندې چې دغه هڅې عملي شي، د ناپېژاندو وسله والو له لوري له منځه یووړل شو. دا پخپله دا ثابتوي چې د دې ډلې پلانونه له افغانستان سره دومره تړلي نه دي لکه څومره چې له ګاونډ هېواد څخه ورته لارښوونې کېږي.
د هغه حضور او فعالیت د پاکستان په خاوره کې، او له هماغې سیمې د بریدونو د مدیریت هڅې، دا شک نه پاتې کوي چې داعش خراسان نه یوازې د افغانستان له پولو بهر تنظیمېږي، بلکې د یو مشخص ملاتړ تر سیورې لاندې تغذیه کېږي.
دغه ډول پېښې د اسلامي امارت د امنیتي دریځونو او څرګندونو ژور تأیید دی. له اوږدې مودې راهیسې یې ټینګار کړی چې داعش د افغانستان له خاورې نه، بلکې له پاکستاني سیمو، په ځانګړي ډول له بلوچستان، خیبر پښتونخوا او نورو ښارونو لکه کراچۍ اداره کېږي. دا ټول هغه مرکزونه دي چې داعش پهکې د جلب و جذب، روزنې، پناه ځایونو او تمویل منابعو ته لاسرسی لري، او وخت ناوخت یې د افغانستان پر خاوره بریدونه تنظیم کړي دي.