هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

#image_title

ليکوال: علي أنصار

 

خوارجو د خپل تور بربريت له پيله نه يوازې دا چې د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم خواږه ياران، د اسلامې خلافت د دورې دوه عظيم خليفه ګان، د سخا او شجاعت الګوې؛ حضرت عثمان بن عفان او حضرت علي رضي الله عنهم په شهادت ورسول، بلکې؛ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې د اسلامي، جهادي او عقيدوي ډلو د مشرانو، علماوو، مجتهدینو، د امت د محسنينو، داعيانو او د اسلام د سپېڅلي دين د څراغانو په نازکو وجودونو د تور وحشت خنجرونه ښخ او دا ډېوې يې د تل لپاره مړې او مسلمان امت يې د تيارو خواته ټېل کړی.

 

خوارج چې د تاريخ په پاڼو کې د ظلمات ” تاريکيو “ په نوم ياد شوي؛ هغه بربري ډله ده چې هغه اکابرين، علماﺀ او مجتهدین په شهادت رسوي چې؛ د منبر په پوړيو د خوارجو له تورو وحشتونو پرده پورته کوي او د امت وړو او زړو ته يې ښيې چې؛ دوى د اسلامي خلافت په نوم د زور او جبر واکمني، د جهاد په نوم قتل عام او د اسلامي دعوت په نوم د غرب مفکورې توليدوي.

 

خوارجو په هغه نمرودي غشو چې د اسلامي برم اسمان ته يې غورځوي؛ يو بل د ديانت، تقوا، علم، اجتهاد او دعوت ستورى شهيد کړ.

 

امامه العزيمة شيخ رحيم الله حقاني نه يوازې افغانستان ته؛ بلکې ټولې اسلامي نړۍ ته د پوهې، اجتهاد او دعوت يوه الګو وه.

 

امام العزيمة چې خوارج څومره ښه پېژندل داسې يې د منبر له زينو ټول مسلمان امت ته ښه ور وپيژندل.

 

کله چې دوى پوه سول چې اصلي څهرې مو لا نورې ښکاره او له هيڅ چا نه پټيږي؛ دا د علم او ديانت غر يې په داسې حال کې ونړاوه، چې په منبر يې، زرګونو طالبانو ته د قال الله و قال الرسول بيان کاوه.

 

زر ګونه طالبان يې يتيمان او اسلامي نړۍ يې د يوه بل عالم او د امت د محسن په شهادت له علمي دبدبې محروم کړل، په تګ يې لويو علماوو وژړل، خلګ يې داسې په زړونو مات کړل چې تر قيامته به ټکور نه شي.

 

لمر را پرېوتى، د ځمکې زړه ته

دنيا ولاړه، پوه نه يم څه ته

 

د رڼاګانو، نفس ختلى

هر څه دمه دي، د درد تياره ته

هرماس الافغاني
Exit mobile version