هوکې علماء د ځمکې پر سر هغه ځليدونکي ستوري دي؛ چې ټوله ځمکه ورسره ښائسته او رڼا وي.
ځکه خو رسول د خدای فرمايي:
« اَلْعُلَمَاءِ فِي اَلْأَرْضِ مِثْلَ اَلنُّجُومِ فِي اَلسَّمَاءِ.»
په ځمکه کې د علماوو داسې مثال دی لکه ستوري په اسمان کې.
حضرت ابن عباس رضي الله عنه فرمايي:
« اَلعُلَماءُ نُجُومُ الاَرضِ.»
علماء د ځمکې پر مخ ستوري دي.
د شپې په شنه آسمان او ګڼو ځليدونکو ستورو په شتون کې سړي ته د ستورو دومره قدر او قيمت معلوم نه وي؛ لکه د مزل پر شپه په يوې تپې تياري او توره تروږمۍ کې.
هو! همداسې انسان ته په خپل ژوند کې د علماوو قدر او اهميت نه وي معلوم لکه څنګه چې یې په نشتون کې ارمان کيږي.
کله چې د شهيد شيخ رحيم اللّٰه حقاني په څير د علم او عرفان دنګ منار او د ځمکې پر سر ستر ځليدونکی ستوری ونړيږي؛ توره تياره او تروږمۍ خوره شي او توره تياره خپل څادر وغوړوي نو بيا د انسانانو لپاره يو نه جبرانووکی غم او وير وي.
مرګ حق دی خو د داسې شخصیتونو مړينه د ټول عالم مړينه ده.
شهيد شيخ صيب نه يوازي د افغانستان مسلمان اولس لپاره د رڼا څراغ و؛ بلکې د ټول امت مسلمه لپاره رښتونی لارښود او پيشوا و.
شهيد شيخ صيب د دې وخت امام رازي و، هغه د علمي خدماتو تر څنګ د جهاد ستر داعي او عملي مجاهد مشر و او په دې لاره کې يې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي.
شيخ صيب د خپل علم پر مټ له دين څخه کلکه دفاع وکړه، د وخت ناهله او منفورو ډلو لپاره د سترګو ازغی و، ده د اهل السنت والجماعة له منهج څخه ډير په جرئت او ميړانه د سر په بيه دفاع وکړه، په دې کګليجه او ازغنه لار کې يې د هيڅ قسم خوف او خطر پروا ونکړه، هغه د دين او مذهب دشمنانو ته په يوازې ځان د حق په مورچل کې ناست و.
شهيد استاد خپل ژوند د علم، جهاد او د اهل السنت والجماعة له سپيڅلي منهج څخه په دفاع او د فتنو په وړاندې د قاطعي مبارزي په ډګر کې تير کړ.
هغه د قوي استدلال محکم سنګر او د ميړانې دنګ څلی و، بلاخره په يوه ضعيفه او ناځوانمرده حمله کې له دې فاني نړۍ څخه وکوچېد.
امت يې د علمي خدماتو او د دې ستر احسان پوروړی دی.
انا لله وانا اليه راجعون.