په داسې حال کې چې درې کاله د شهید شیخ رحیمالله حقاني رحمهالله له شهادت تېرېږي، لا هم د هغه علمي، فکري او د حقغوښتنې مبارزه د زرګونو زړونو په حافظه کې ژوندۍ ده، هغه د معاصر اسلامي فکر له هغو ستر علماوو څخه وو چې د دین د دفاع، د علم د ترویج، او د افراطیت پر ضد د علمي مقاومت یوه بېلګه ګڼل کېده.
شهید شیخ رحیمالله حقاني رحمهالله یوازې یو استاد، خطیب او لیکوال نه وو، بلکې د فکر، بصیرت او د امت د ستونزو یو دردمن تحلیلګر و. هغه علم ته د دین د اساسي زراعې په توګه کتل، او د همدې له امله یې د هغو حرکتونو پر ضد غږ پورته کړ، چې د علم او علماوو د ځپلو هڅې یې کولې. له همدې امله، داعش ډلې له پیله د هغه د شخصیت، عقیدې او علمي مبارزې د تخریب هڅې پیل کړې، چې بالاخره یې د یوه بزدلانه برید له لارې هغه د شهادت مقام ته ورساوه.
داعشي خوارج، چې ځانونه د اسلام مدافعین ګڼي، په حقیقت کې د اسلامي امت د فکري بنسټونو، دیني مراجعو او اصیلو علماوو پر ضد یو خطرناک جریان دی. دا ډله هر هغه عالم د کفر په تور محکوموي، چې د دوی له افراطي او تاوتریخوالي ډکو تګلارو سره مخالفت وکړي. دوی د امت د تفرقې، تشدد او جهالت پر لور سوق کولو لپاره له علم، اجماع او تاریخ سره دښمني اعلان کړې ده.
د داعشي تفکر خطر یوازې فزیکي تاوتریخوالي پورې محدود نه دی، بلکې فکري بڼه هم لري، چې د دین له نوم لاندې د وحشت، تکفیر او انزوا یوه فلسفه خپروي، دا فلسفه نه یوازې د مسلمانانو تر منځ واټن زیاتوي، بلکې د اسلامي تمدن د معرفتي بنسټونو لپاره هم خطرناک ده. له همدې امله د شهید حقاني غوندې علما د فکري مقاومت لومړۍ کرښه ده، چې د همدې ویجاړونکو مفکورو پر وړاندې درېږي.
د شهید رحیمالله حقاني رحمه الله دریځ یوازې د افغانستان له پولو محدود نه وو، بلکې هغه یو نړیوال اسلامي غږ و، چې د هند، پاکستان، منځني ختیځ او نورو سیمو په دیني حلقو کې هم درناوی ورته موجود وو، د هغه د فکري رسالت اغېز د مدارسو، پوهنتونونو او دیني جلسو تر منبرونو څرګند و، او د همدې رسالت له امله نړیوال تکفیري حلقاتو هغه خپل خطرناک مخالف باله.
نن چې نړۍ د دین په نوم له افراط او تفریط سره مخ ده، د شهید رحیمالله حقاني رحمهالله غوندې اعتدالي علما د یو متوازن اسلامي فکر، د اصولو د دفاع او د امت د یووالي لپاره حیاتي ارزښت لري، که دا غږونه چوپ شي، امت به د جهالت او د وینو سیند ته وروغورځي؛ نو لازمه ده چې د شهید حقاني رحمه الله فکري میراث وساتل شي، وپالل شي او راتلونکی نسل ورباندې وروزل شي.
شهید شیخ رحیمالله حقاني رحمهالله، د خپلو ژورو خطبو، تحلیلي لیکنو او علمي دریځونو له لارې، د امت د هوښیارولو هڅه کوله، هغه د دین معتدل فهم، د اجتهاد اړتیا، او د علماوو د رول دفاع ته ژور فکر کوه. د هغه د علني موقفونو، خاصتاً د داعش پر ضد صراحت، دا ښکاره کړه چې علمي رڼا تل د جهالت پر وړاندې درېدلی شي.
تاریخ دا هم ښيي چې دا لومړی ځل نه دی چې د علم رڼا د تورو افکارو له لوري تر برید لاندې راځي. د ابن ملجم د فکر پلویان تل هڅه کوي چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د وارثانو غږ خاموش کړي، خو دا رڼا نه مړه کېږي، د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم دا حدیث تر ټولو غوره پیغام لري:
«مَن أهانَ عالِماً فَقَد أهانَني، وَمَن أهانَني فَقَد أهانَ اللَّهَ».
ژباړه: چا چې یو عالم ته سپکاوی وکړ، ما ته یې کړی دی، او چا چې ما ته سپکاوی وکړ، خدای تعالی ته یې کړی دی.
د شهید شیخ رحیمالله حقاني شهادت، د علم، عقل او حق د ژغورنې لپاره یوه قرباني وه، هغه خپل ژوند د علم د ترویج، د افراطیت پر ضد د مقاومت او د امت د ویښولو په لار کې وقف کړی و. نن، د هغه شهادت موږ ته دا پیغام راکوي چې د علماوو تر څنګ ودرېږو، تشدد ته تسلیم نهشو، او د اسلامي امت د فکري استقلال دفاع وکړو.
په پای کې، دا دعا کوو چې الله تعالی شهید رحیمالله حقاني ته اعلی درجې ورکړي، او زموږ نسل ته دا توفیق ورکړي چې د هغه په قدمونو قدم کیږدو.