نازولی فلسطين

لسمه برخه
عزيز الدين مصنف

د بالفورډ بيانيه:
دا د يهوديانو لپاره يوه تاريخي بيانيه وه، چې د ۱۹۱۷م کال د نومبر په ۲مه نېټه د برتانيې د بهرنيو چارو وزير د برتانيې د پارلمان غړو او يهودي سياستمدار والتر روتشيلد ته ليکلې وه.
د دې بيانيې له مخې انګلستان له يهودو سره پټې وعدې کړې وه، داسې چې يهودو ته به يو نوی او مستقل هېواد جوړوي، د فلسطينيانو په ځپلو کې به له يهوديانو سره مرسته کوي، د يهودو د بېړني هجرت لارې به هواروي او له فلسطينيانو څخه به د فلسطين د ملکيت په اخيستلو کې له يهودو سره مرسته او همکاري کوي.
د انګلستان لخوا د دې بيانيې ملاتړ د امريکا لخوا تائيد شو، چې په پايله کې يې فلسطين د يو طوفاني سمندر وحشي څپو ته روان کړ، په فلسطين د انګلستان له تسلط وروسته دغه سپېڅلی هېواد د يهودو د شومو اهدافو ښکار وګرځېد، داسې چې يهودو به خپلې طرحې انګليسي جنرالانو ته ورکولې او هغوی به د ټوپک او تورې په زور د فلسطين په خاوره عملي کولې، له دې ادلون او بدلون سره سره د (۱۹۱۹-۱۹۲۳)م کلونو کې ۳۵۰۰۰ نور يهوديان د فلسطين خاورې ته داخل شول، چې له دې هجوم سره د يهودو نفوس ۱۲ سلنې ته لوړ شو، مګر تر دې مهاله يهود لا په درې سلنه فلسطين حاکم ول، دا چې د يهودو شمېر ورځ تر بلې ډېرېده، نو انګلستان له دې موقعې او فرصت څخه په ګټې اخيستنې د فلسطين دننه ځينې ملکيتي بدلونونه رامنځته کړل:
۱ـ هغه سيمې چې يهود پرې حاکم وو، هغه يې همداسې يهودو ته پرېښودې، کوم يهوديان چې په دې ځمکه نه ځايېدل، هغه يې په مسلمان مېشتو سيمو کې ځای پر ځای کړل او هلته يې کمپونه ورته جوړ کړل، له دې سره سره يې د مسلمانانو زراعتي ځمکې د يهودو تر منځ وويشلې.
۲ـ پاتې برخه د مسلمانانو سره وه، مګر کله به چې د يهوديانو نوي مهاجرين راغلل نو به انګليسيانو د مسلمانانو په مينځ کې مدغم کول.
هغه سيمې چې هلته له څو پېړيو را پدېخوا مسلمانانو استوګنه درلوده، هغه يې د يهودو ترمنځ وويشلې، سره له دې دومره ناندريو بيا هم د انګلستان دولت د مسلمانانو په ځپلو کې له يهوديانو سره پوره پوره همکاري کوله، د يهوديانو به چې کومې سيمې ته زړه وشو، په آزادانه ډول به يې هلته سفر کولای شوای، د ژوند ټول امکانات يې ورته برابر کړل له همدې ځايه د فلسطين د ټوټه کېدو او اشغال څرکونه تر سترګو کېدل.
د يهوديانو له ډېرېدو سره فلسطينيان له سختو ټولنيزو، اقتصادي او سياسي ستونزو سره مخ شول، هماغه و چې د فلسطين په اوو لويو ښارونو کې د باالفورډ د بيانيې خلاف کنفراسونه رامنځته شول، له يوې خوا انګلستان په ښکاره ځان د دې مخالفتونو دخيل نه ګاڼه، مګر له بلې خوا يې هلته له مسلمانانو سياسي صلاحيتونو غصب کړي وو، مسلمانانو ته يې د سياسي فعاليتونو اجازه نه ورکوله، لومړنی کنفرانس په ۱۹۱۹م کال په القدس کې رامنځته شو، له همدې ځايه د مسلمانانو د سياسي خوځښتونو پېل وشو، اوس به يې څه ګټه کړې وای، اوبه له وړخه تېرې وې، مسلمانان تر اوسه پورې ويده ول، دوی د کفارو له شومو اهدافو نا خبره وو، دا څو کلونه دوی آرام ژوند تېر کړی وو، د تورې له شور او زوره يې د موسيقي، فلسفې او نورو غير شعوري کارونو په لور مخه کړې وه، د جهاد د نظريې پر ځای يې د کفر بشرپالې دروغجنې نظريې ته سرونه خوځول، خو کله چې ايمان په ولولو شي بيا پخوانۍ ايرې بېرته راتازه شي، فلسطينيانو چې د يهوديانو په ملاتړ د انګلستان د حکومت قوت وليد نو يې بغير له تورې بل مصلحت انتخاب نکړ، هماغه و چې د فلسطين په يافانا ښار کې یې له يهوديانو سره سختې خونړۍ جګړې وکړې، له دې سره مل د نابلوس په ښار کې فلسطينيانو د يو لوی کنفراس په ترڅ کې په سازمان ملل ږغ وکړ ترڅو په يهوديانو اقتصادي بنديزونه وضع کړي، د سازمان ملل له لوري کوم عکس العمل ونه ښودل شو، بلکې خپله فلسطينيان لاس په کار شول، په ۱۹۲۲م په القدس کې د دې سترې غميزې د له منځه وړلو لپاره اسلامي عالي شورا رامنځته شوه، چې مشر يې د القدس لوی مفتي حاج آمين الحسيني وټاکل شو.
يهوديان کرار کينناستل، بلکې د مسلمانانو هر سياسي حرکت يې څارلو، د مسلمانانو د شورا له تأسيس سره سم د يهودو هاګانا سياسي تنظيم د موجوديت اعلان وکړ، دې تنظيم د انګلستان په پټو همکاريو سره د يهودو له لومړني هجرته تر اوسه ټول حالات رهبري کول، که څه هم د سازمان ملل لخوا د هاګانا تروريستي حرکت فعاليتونه غير قانوني اعلان شوي وو، خو بيا هم د يهودو د نجات لپاره يې د انګلستان په واسطه له دوی سره پټې مرستې کولې، انګلستان له يهوديانو سره يوه بله همکاري هم وکړه، هغه دا چې هيڅ مسلمان ته يې په کور کې د وسلې د ساتلو اجازه نه ورکوله، که به د تلاشۍ پر مهال د چا پر کور اسلحه وليدل شوه، نو له سختو شکنجو سره به مخ کېده، له يوې خوا سياسي بنديزونه، له بلې خوا د نظامي قدرت غصب او له بلې خوا د يهوديانو شيطاني فعاليتونه دا ټول هغه څه وو چې د فلسطين د اشغال لپاره يې زمينه سازي کوله.

ادامه لري…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version