موږ ولې داعشیان خوارج ګڼو؟

نعمان غزنوي

خوارج څوک دي؟
د صفین په جګړه کښې د علي کرم الله وجهه د لښکر یوه ډله وه چې علی کرم الله وجهه یې په کفر تورن کړ او د هغه خلاف یې بغاوت وکړ. دوی د مسلمانانو د خليفه په وړاندې د وتلو له امله خوارج وبلل شول او ټول هغه کسان چې حکيميت يې منلى او د علي پر کُفر يې باور نه درلود کافر وګڼل.
د کوفې په مسجد کې یې د علي رضي الله عنه په خِلاف نارې ووهلې او د هغه د وژلو ګواښونه یې وکړل.
له کوفې څخه د وتلو او نهروان ته د تګ په لاره کښې یې ډېر بې ګناه خلک په شهادت ورسول. علي کرم الله وجهه هغوی ته د حُجت له بشپړولو وروسته په ۳۸ هجري قمري کښې ورسره جګړه وکړه چې زیات شمېر یې ووژل شول.
د اوسنیو خوارجو (داعشیانو) او پخوانیو خوارجو ترمنځ د تکفیر په برخه کې ډېر ورته والی موجود دی، پخوانیو خوارجو د مسلمانانو برحقه خلیفه او امام ته د کُفر نسبت وکړ او هغه کسانو چې له علي کرم الله وجهه څخه یې اتباع کوله هغوی هم کافر او مباح ګڼل، اوسني خوارج (داعشیان) ټول هغه مسلمانان دا که د اُمت علما کرام دي که اهل رأی او اهل نظر دي چې د دوی اتباع نه کوي، دوی ورته د ارتداد نسبت کوي.
دوی متصوفین او د څلورو برحقه صوفیه طریقو امام مشرکین ګڼي، همدا راز تصوف صریح کُفر او شرک بولي د دې ترڅنګ هر هغه څوک چي صوفیان کافر ونه ګڼي، هغوی هم د کفارو او مرتدینو په لست کې شاملوي، دیوبندي مسلک علماء چې متصوفینو ته په احترام قایل دي، هغوی هم مشرکین ګڼي.
له څلورو مذاهبو څخه د تقلید په برخه کې د داعشي خوارجو دا عقیده ده چې تقلید د کتاب او سُنت د اتباع په مقابل کې ایجاد شوی اعتقاد دی دا د تعصب او د تفرقه بازي او خپل منځي اختلافاتو جرړه ده، موږ د مذاهبو له تقلید څخه خلک منعه کوو.
د دوی په عقیده څومره حکومتونه چې په اسلامي هېوادونو کې موجود دي، دا ټول مرتد حکومتونه دي او حاکمان یې په مسلمانانو کې نه شمیري. د دوی په عقیده د دې حکومتونو لوړ رتبه او ټیټ رتبه فوځ، پولیس، قانون جوړونکي، تنفیذونکي، فیصله کوونکي قضات، د دې جواز ورکوونکي مُفتیان او مالیه ورکوونکي، رأیه ورکوونکي، د دې په فیصلو رضا لرونکي، دا ټول مرتد حسابول کېږي، اګر که پنځه وخته لمونځونه کوي، روژي نیسي، حج ته ځي او زکات ورکوي، د دا ډول حکومتونو تر واک لاندې ساحو کې ټول رعیت مرتد ګڼي، دوی ټول اسلامي هېوادونه پرته له هغو سیمو چې د دوی حضور پکې وي دارالکُفر ګڼي.
د جهاد په برخه کې د داعشي خوارجو عقیده دا ده چې د اصيل کفارو په څېر په اسلامي هېوادونو کې د موجوده ټولو حکومتونو سره هم جهاد فرض عین دی، د دوی په عقیده د اصيل کفارو څخه د دوی خطر زیات او څو چنده ده نو ځکه خو په اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو وژلو ته اولویت او لومړیتوب ورکوي.
جالبه خو لا دا ده: په اسلامي نړۍ کې چي څومره مسلمانان په شهادت رسوي، هغه د دې آیت کریمه په استناد وژني. لکه الله جل جلاله چې فرمایې: وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ
او دوى وژنئ كوم ځاى چې دوى ومومئ.
نو ځکه موږ هم په دې عقیده یو چې داعشیان د خوارجو تر ټولو غلیظ معاصر ویرژن دی او له منځه وړل یې د ټولو مسلمانانو مشترکه وجیبه ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version